د پېښور مهابت خان لرغونې جومات په نړېدو دی
د پېښور مهابت خان لرغونی جومات د مغلو په دوره کې ودان شوی وو چې د نه بیارغونې له کبله ځای په ځای کنډواله شوی دی. د جومات چلوونکي وايي، د بیارغونې چارې دوه کاله مخکې پیل شوې وې خو کار لا نه دی بشپړ شوی. د خیبر پښتونخوا حکومت په ۲۰۱۷ز کال کې د جومات بیارغونې لپاره اته کروړه روپۍ بېلې کړې وې. د عظمت علي شاه ویډیويي راپور وګورئ.
د فېسبوک تبصرې