د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ د کرکټ یو ورځنۍ لوبې پیلېږي

د جنوبي افریقا لوبډله دا وخت پاکستان ته په سفر ده.

د پاکستان او جنوبي افریقا د کرکټ لوبډلو ترمنځ د درو یو ورځنیو یا ۵۰ اووریزو سیالیو لوبلړۍ د نومبر له څلورمې پیلېږي.

ټاکل شوې چې د دې درو لوبو لومړۍ هغه د نومبر پر څلور له ځايي وخت سره سم د سهار پر ۱۱ بجې د پنجاب په فیصل اباد کې پیل شي.

دویمه لوبه به د نومبر پر شږمه او دریمه هغه به د نومبر پر اتمه په دې میدان کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې چې شاوخوا ۱۷ کاله وروسته به د فیصل اباد په میدان کې د کرکټ نړیواله یو ورځنۍ لوبه ترسره شي.

دا هم وګورئ: افغانستان په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه

په دې میدان کې وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۰۸م کال د اپرېل پر ۱۱مه د پاکستان او بنګلادېش ترمنځ ترسره شوې وه.

د پاکستان او جنوبي افریقا ترمنځ تر دې وړاندې د درو ۲۰ اووریزو لوبو لړۍ هم ترسره شوه چې پاکستان وګټله.

په هغو لوبو کې لومړۍ جنوبي اقریقا او پاتې دواړه لوبې کوربه پاکستان ګټلې وې.

د ۲۰ اووریزو لوبو تر لړۍ وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوې ټیسټ لوبې هم شوې وې چې یوه پاکستان او بله جنوبي افریقا ګټلې وه.