د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان په درېیمه ۲۰ اووره سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۹ منډو ماتې ورکړه

تازه شو

د افغانستان بیټران د زېمبابوې خلاف د توپوهنې پر مهال - د اکتوبر ۳۱مې انځور.
د افغانستان بیټران د زېمبابوې خلاف د توپوهنې پر مهال - د اکتوبر ۳۱مې انځور.

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې په درېیمه او وروستۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې زېمبابوې ته په نهو منډو ماتې ورکړه.

د هرارې په لوبغالي کې د نومبر دویمې سیالي د کابل پر وخت د مازیګر پر څلورو او د پېښور پر څلور نیمو بجو پیل شوه چې پچه یې افغانستان وګټله او لومړی یې توپوهنه (بیټېنګ) غوره کړه.

د افغانستان رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ ښه او چټکه توپوهنه وکړه او چې مجموعي منډې ۱۵۹ ته ورسېدې نو ګربز په ۹۲ منډو وسوځېد. تر هغه لږ ساعت وروسته ځدراڼ هم په ۶۰ منډو وسوځېد. افغان لوبډلې په ټاکلیو ۲۰ اوورونو کې د درو لوبغاړو په زیان ۲۱۰ منډې وکړې.

په ځواب کې د کوربه زېمبابوې لومړي دوه بیټران ژر وسوځېدل خو سکندر رضا او براین بېنېټ مجموعي منډې تر ۱۰۴ ورسولې. تر دې وروسته هم ځینو بیټرانو ښه توپوهنه وکړه خو ټوله لوبډله یې د وروستي اوور په پای کې په ۲۰۱ منډو وسوځېده. رضا ۵۱، بېنېټ ۴۷ او راین برل ۳۷ منډې وکړې.

د افغانستان عبدالله احمدزي درې او فضل حق فاروقي او فرید احمد دوه، دوه وېکټې واخیستې.

تر دې مخکې، د اکتوبر پر ۳۱مه افغانستان کوربه زېمبابوې ته په دویمه سیالۍ کې په ماتې ورکولو سره د درو ۲۰ اووره سياليو لوبلړۍ په خپل نوم کړې وه.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر ۲۹مه افغانستان په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې زېمبابوې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG