د پاکستان پوځ په باجوړ کې د تحریک طالبان پاکستان د یو مهم مشر قاري امجد په ګډون د ۴ وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.
د پوځ عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) په یو بیان کې ویلي چې د اکتوبر ۲۹مې او ۳۰مې ترمينځ شپې مهال وسلوالو له افغانستان څخه پاکستان ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو ووژل.
د تحریک طالبان پاکستان ځینو سرچينو د اکتوبر پر ۳۰مه نېټه مشال رېډیو ته د قاري امجد د وژنې تصديق کړی دی.
پوځ په خپل بیان کې دا وسلوال "خوارج" یاد کړي دي. پوځ دا اصطلاح د تحریک طالبان پاکستان د وسلوالو لپاره کاروي. پوځ زیاته کړې چې په وژل شویو کې د تحریک طالبان پاکستان د مشر نور ولي محسود مرستیال (قاري) امجد وژل شوی دی.
بیان زیاتوي چې امجد د پاکستان امنیتي ادارو ته مطلوب وو او پر سر یې ۵۰ لکه روپۍ انعام هم ايښودل شوی وو.
قاري امجد څوک وو
قاري امجد د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي وروسته د دې ډلې دویم لوی مشر وو. د ده پوره نوم قاري امجد علي دی او د دير د مياګانو د اخوندزادګانو د کورنۍ غړی دی. نوموړی د کوز دير د سمر باغ سيمې د مایارو کلي اوسېدونکی وو.
په طالبانو کې هغه د "حضرت او مولوي مزاحم" په نومونه پېژندل کېده. هغه تر لسم صنف پورې درس ويلي وو او وروسته د اکوړې په دارالعلوم حقانیه کې يې تر ۸ کلونو پورې مذهبي زده کړې کړې وې. دی د سوات د تحریک طالبان پاکستان د پخواني مشر مولانا فضل الله نېزدې ملګری وو.
قاري امجد په ۲۰۰۵ز کال کې د صوفي محمد د تحریک نفاذ شريعت محمدي سره ملګری شوی وو او وروسته مولانا فضل الله ته نېزدې شوی وو.
د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د نورو وسلوالو ډلو ضد عملیاتو ته دوام ورکړی او نېږدې هره ورځ د وسلوالو د وژنو دعوه کوي البته د قاري امجد وژنه تر ټولو مهمه ګڼل کېږي.
د پاکستان او طالب ځواکونو نښتې
پاکستان دعوه کوي چې ټي ټي پي مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي او په پاکستان دننه حملې کوي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د پاکستان پوځ څو ځله په هغه هېواد کې حملې کړي او دعوې يې کړي چې د بریدونو هدف د ټي ټي پي غړي ول خو افغان حکومت او ولسي خلکو بیا ويلي چې ولسي ځایونه په نښه شوي.
پاکستان تازه حمله د اکتوبر پر ۱۷مه د پکتیا په ارګون او برمل کې کړې وه چې پکې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ژوبل شوي ول.
د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال رېډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياته کړې وه چې په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه وو اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.
تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.
د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.