په خیبر کې د تورخم دروازې د تړل کېدو ضد احتجاج شوی دی

په خیبر کې د ناامنیو ضد هم یوشمېر احتجاجي غونډې شوې دي. پخوانی انځور

د خيبر په لنډي کوتل بازار کې مظاهرچیانو پر حکومت غږ کړی چې د تورخم تړلې دروازه دې زر تر زره خلاصه کړي.

د اکتوبر پر ۲۹مه د سلګونو کسانو احتجاجي غونډې ته سياسي او قامي مشرانو ويناوې وکړې.

يو سياسي مشر مفتي محمد اعجاز شينواري د وینا پر مهال تور پورې کړ چې کله هم په افغانستان کې د تازه سبزیو او مېوو وخت راشي نو د پاکستان حکومت د دواړو هېوادونو ترمینځ تجارتي لارې وتړي.

" تاسو د تېرو ۱۰ یا ۱۵ کالونو تاریخ وګورئ چې کله هم په افغانستان کې د انګورو یا مڼو سېزن پیل شوی نو دلته يوه مصنوعي جګړه یا تاوتريخوالی جوړ کړل شي نو د دې ځای تاجران چې هلته يې باغونه اخیستي هغه هم تباه شي او د هغه ځای کروندګر او باغوانان هم تباه شي."

چې کله هم په افغانستان کې د انګورو یا مڼو سېزن پیل شوی نو دلته يوه مصنوعي جګړه یا تاوتريخوالی جوړ کړل شي
مفتي محمد اعجاز شينواری

نوموړي زیاته کړه چې د لنډي کوتل د خلکو او بازار ټوله مالي تکیه د تورخم پر لاره ده چې د تړل کېدو له کبله يې نه یوازې په زرګونه مزدوران اغېزمن شوي بلکې دوکانداران هم تاوانیان شوي دي.

یو قامي مشر معراج الدین غونډې ته د وینا پر مهال وويل چې د تورخم د تړل کېدو له امله مزدروان بې روزه ګاره شوي دي.
"د ګنډې غوټې وال، مزدوران او ريړۍ والو هېڅ روزګار نه شته او په کور کې ډوډۍ نه لري. درې اونۍ وشوې لاره تړلې ده نو اخر دا خلک به چېرته ته ځي."

خو د تورخم د کسټم يوه چارواکي چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال رېډیو ته وویل چې د ویناوالو دا تورونه ناسم دې چې ګواکې د پاکستان حکومت د مېوو او سبزیو په موسم کې په ارادي توګه د تورخم لاره تړي.

نوموړي زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د پاکستانیو او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې شوې وې او دوی د احتیاط په توګه دروازه تړلې ده چې د ده په خبره چې هسې نه نوره مرګژوبله وشي. د جګړې له کبله نه یوازې د تورخم بلکې نورې تجارتي لارې تړل شوې وې.

بريدونه او جګړه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تر انتظام لاندې ملي راډيو ټېلېويژن له راپور سره سم د اکتوبر پر ۱۷مه ماښام مهال د پکتيکا په ارګون او برمل کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰ کسان ووژل شول او ۱۳ نور ژوبل شول.

تر بريدونو وروسته د افغانستان کرکټ بورډ پر ټولنيزو رسنيو په خپاره کړي بيان کې وويل چې په ارګون کې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د دغه هېواد د کرکټ درې ځوان لوبغاړي هم وژل شوي دي.

د دواړو هېوادونو تر مينځ تاوتريخوالی او جګړه تر هغه وروسته پیل شوه کله چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.

یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

اڅکزی: افغانستان هيڅکله له پاکستان سره د جګړې خواهش نه دی څرګند کړی

وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.

سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.

د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول "تاوتريخوالي مسول" پاکستان وي.

تر هغه وروسته لومړی د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه او وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه او ۱۵مه د پاکستانيو سرتېرو او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمينځ جګړې وشوې چې دواړو خواوو ته يې مرګژوبله واړوله.

د اکتوبر پر ۱۵مه ماښام شپږ بجې د افغان طالبانو حکومت او پاکستان ترمينځ ۴۸ ساعته اوربند وشو، او وروسته پرېکړه شوه چې دا اوربند به په قطر کې د سولې تر مذاکراتو پورې پر ځای وي.

تر دې وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د پاکستان او طالب استازیو ترمینځ لومړۍ په قطر کې او ورپسې په استانبول کې مذاکرات وشول خو بې له کومې نتیجې پای ته ورسېدل. هڅې روانې دي چې دواړه غاړې بیا خبرو اترو دوام ته سلا کړل شي.