بلوچستان کې ناڅرګنده وسلوالو د پولیس تاڼې مشر وژلی او ۱ سرتېری يې ژوبل کړی دی

په کوټه کې د وسلوالو په بريد کې ژوبل پوليس سرتېری روغتون کې ته رسول کېږي ـ انځور له ارشيفه

د بلوچستان د کچي ضلعې په باګ تحصیل کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليس تاڼې مشر (اېس اېچ او) وژلی او يو بل پوليس سرتېری يې ژوبل کړی دی.

د کچي ضلعې د پولیسو مشر معاز الله مشال راډيو ته وويل چې د اکتوبر پر ۲۷مه مازيګر مهال يوشمېر ناڅرګنده وسلوال باګ ناړي ښار ته داخل شول او هلته يې د پوليسو پر دوو تاڼو او يو بانک بريد وکړ.

نوموړي زياته کړه چې وسلوالو ځينې بنديان هم خوشې کړه او له ځان سره يې بوتلل.

د هغه په وينا، د وسلوالو شمېر له ۴۰ څخه تر ۵۰ پورې وو او پر يوه تاڼه يې تر بريد کولو وروسته پر دويمه تاڼه بريد وکړ او هلته موجود وسلې يې له ځان سره يووړې.

معاذ الله وويل چې وروسته وسلوالو د نيشنل بانک ودانۍ ته د داخلېدو هڅه وکړه خو هلته وار دمخه موجود پوليس او امنيتي سرتېرو د هغوی بريد ناکامه کړ.

نوموړي زياته کړه، د وسلوالو په ډزو د باګ تاڼې مشر لطف علي کوسه ووژل شو او يو بل پوليس سرتېری ژوبل شو.

هغه ادعا وکړه چې په ځوابي ډزو کې دوه بريدګر هم وژل شوي او يوشمېر نور ژوبل شوي دي.

تر اوسه چا د دغو بريدونو ذمه واري نه ده منلې خو تر دې وړاندې د دا ډول پېښو مسوليت بلوڅ بېلتون غوښتونکو وسلوالو ډلو منلی دی.

بلخوا پوليسو او امنيتي سرتېرو د مشکوکه وسلوالو خلاف د لټون عمليات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر همدغه ورځ (د اکتوبر پر ۲۷مه) سهار مهال د بلوچستان د کېچ ضلعې د انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) پر کاروان په وسلوال برید کې د نهو لېويز سرتېرو په ګډون ۱۰ کسان ژوبل شول.

تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۲۳مه په خضدار ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو پر سړک کارکوونکي يوشمېر مزدوران وتښتول چې شمېر يې شاوخوا ۱۸ يادېږي.

د هغو پېښو مسوليت هم چا نه وو منلی.

په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوي چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.

د اکتوبر پر ۲۳مه د بلوچستان د نوشکي ضلعې د پوليسو د مرستيال مشر محمد یوسف رېکي مړی د هغې صوبې په مستونګ ضلع کې وموندل شو. ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر د ۱۸مې او ۱۹مې په مينځنۍ شپه نوموړی په داسې حال کې تښتولی وو چې له نوشکي څخه د کوټې ښار پر لور روان وو.

بلخوا د اکتوبر پر۲۲مه هم په نوشکي ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليسو پر يو ګزمه بريد کړی او دوه پوليس يې وژلي ول.

د اکتوبر پر شپږمه بيا د بلوچستان د خاران په مسکان قلات سيمه کي ناپېژندليو وسلوالو د ځايي عدالت قاضي محمد جان له خپل دفتر څخه تښتولی وو.

د اګست پر ۱۰مه ناڅرګنده وسلوالو د بلوچستان د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي تښتولی وو چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه يې مړی د هرنایي په زردالو سيمه کې وموندل شو.

تر هغه وړاندې د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی د جون پر څلورمه د هغې ضلعې له تکران سیمې څخه تښتول شوی وو. خو د کېچ ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټېلېفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟

د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.