ولسمشر ټرمپ: د پاکستان او افغانستان کړکېچ زر هوارولای شم

ولسمشر ټرمپ د اسیان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره دا مهال په ملایشیا کې دی. پخوانی انځور

د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ ویلي دي چې کولای شي د افغانستان او پاکستان ترمينځ روان کړکېچ "ډېر ژر" هوار کړي.

ولسمشر ټرمپ د جنوب ختیځې اسیا هېوادونو د اتحادیې یا اسیان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره دا مهال په ملایشیا کې دی.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۶مه د تایلېنډ او کمبوډیا د اوربند هوکړې په مراسمو کې د پاکستاني وزیراعظم شهباز شریف او د پوځ مشر عاصم منیر یاد او د سیمې امن ته يې ژمن وبلل.

نوموړي د پاکستان او افغانستان ترمينځ تر نښتو وروسته پیل شویو خبرو اترو ته په اشاره وویل، (ما اورېدلي دي چې پاکستان او افغانستان (په خبرو اترو) پیل کړی دی. خو زه دا ډېر په چټکه هوارولای شي.)

نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کړې چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت چارواکي نن (اکتوبر ۲۶مه) په دویمه ورځ هم په استانبول کې د شخړو د هواري په اړه خبرو ته سره ناست دي.

دا غونډه د دواړو لورو ترمينځ د دوحې د اوربند تړون په تعقیب جوړه شوې او د یوه ګډ میکانیزم په جوړولو خبرې کوي.

د دوحې د اوربند تړون د اکتوبر پر ۱۸مه له هغه وروسته لاسلیک شو چې پاکستان پر کابل او پکتیکا بریدونه وکړل او وروسته طالبانو په ځوابي بریدونو کې دواړو خواوو ته لسګونه کسان وژل شوي ول.