د پاکستان پوځ وايی چې په کورمه او شمالي وزیرستان کې د عملیاتو پر مهال ۵ پوځی سرتېري او ۲۵ وسلوال وژل شوي دي.
د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې ده چې دغه وسلوال یې د اکتوبر پر ۲۴مه او ۲۵مه په مینځنۍ شپه د کورمې په غاښې او د شمالي وزیرستان په سپینوام سيمو کې وژلي دي.
بیان دعوه کوي چې په دې کې يې ۱۵ وسلوال په کورمه او ۱۰ هغه يې په شمالي وزیرستان کې وژلي دي. په بیان کې تور پورې شوی چې دغه وسلوال هغه مهال ووژل شو چې له افغانستانه يې د پاکستان خاورې ته دننوتو هڅه کوله.
دا هم وګورئ: خواجه اصف: که ستونزې د خبرو له لارې نه هوارېږي نو له افغانستان سره زموږ ښکاره جګړه دهبیان زیاتوي چې پر دې مهال له وسلوالو سره په نښته کې پینځه پوځي سرتېري هم وژل شوي دي.
نه تر اوسه وسلوالو په دې اړه څه ویلي دي او نه هم مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې خبرې پخلی کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او افغانستان استازي نن د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه د ترکيې په استانبول ښار کې په دويمه ورځ هم خبرو اترو ته دوام ورکړی چې پکې د پاکستان له دعوو سره سم په افغانستان کې د ټي ټي پي د جنګیالیو شتون يې د بحث مهمه موضوع ده.
پاکستان تل تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان جنګيالي له افغانستان ورځي او ورباندې حملې کوي خو د افغان طالبانو حکومت دا تور ردوي او وايي چې ټي ټي پي په افغانستان کې نه شته بلکې په پاکستان کې دننه ده.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو بريدونه کوي.
د پاکستان حکومت او پوځ وايي د ترهګرۍ او ناامنۍ ختمولو ته ژمن دي او د وسلوالو خلاف يې هدفي عمليات روان دي.