د بلوچستان په نوشکي ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليسو پر يو ګزمه بريد کړی او دوه پوليس يې وژلي دي.
د نوشکي تاڼې يو کارکوونکي غلام محمد خبریالانو ته ویلي دي چې نن (د اکتوبر پر ۲۲مه) په غريب ابا سيمه کې تر بريد وروسته دوه پوليسان ژوبل شول چې وروسته يې د نوشکي په روغتون کې ساه ورکړه.
د نوشکي تاڼې مشر ظهیر بلوڅ وايي چې وسلوالو له پوليسو وسله هم وړې ده.
نوموړي زياته کړه چې تر پېښې وروسته يې د لټون عمليات پیل کړي دي.
تر اوسه د بريد مسوليت چا نه دی منلی، خو تر دې وړاندې د دا ډول زياتره بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلې ده.
په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.