په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي ادارې چارواکي وايي چې د صوبې په جنوبي ضلعو کې یې د وايرس ضد څلور ورځنی ځانګړی واکسيني کيمپېن پیل کړی دی.
د ادارې چارواکي وايي چې دا ګام یې ځکه پورته کړی دی چې د دوی په خبره، په جنوبي ضلعو کې په دې وروستیو کې د پولیو ناروغي زیاته شوې ده.
په جنوبي ضلعو کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر الله نور د اکتوبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې واکسيني کيمپېن به د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۴مې په ۷ ضلعو کې کېږي.
د ده په وینا، هڅه به کوي چې تر پینځو کلونو کم عمرلرونکو شاوخوا ۱۲ لاکه ماشومانو ته د پولیو وایرس ضد څاڅکي ورکړي.
تر دې وړاندې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په ټول پاکستان کې د اکتوبر له ۱۳مې څخه د پولیو يا ګوزڼ مخنيوي اووه ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی وو چې ټاکل شوې ده چې نن د اکتوبر پر ۲۰مه پای ته ورسېږي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
پاکستان کې ګوزڼ مخنيوی کيمپېن د اکتوبر پر ۱۹مه پای ته رسېږي
تر دې مخکې د روان ۲۰۲۵ز کال په اپرېل او تر هغه وړاندې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شوی وو.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام روان کال په پاکستان کې د ګوزڼ ۲۹ پېښې ثبت کړې دي چې ورڅخه یې ۱۸ ماشومان د خيبر پښتونخوا، نهه د سيند، یو د پنجاب او یو د ګلګت بلتستان اوسېدونکی وو.
تر دې مخکې په ۲۰۲۴ز کال کې په پاکستان کې د پولیو ټولې ۷۴ پېښې ثبت شوې وې.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې د پولیو هېڅ مثبته پېښه نه وه تایید کړې، خو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، تېر کال په هغه هېواد کې ۲۵ ماشومان ګوزڼ وهلي ول. له هغو څخه یې زياتره د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.