د پاکستانيو او طالب ځواکونو ترمينځ د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې د څو ساعته جګړې پر مهال دواړو خواوو ته درنه مرګژوبله اوښتې ده.
د پاکستان پوځ د عامه اړيکو دفتر د اکتوبر پر ۱۲مه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې "افغان طالبانو او د هند د ملاتړ لرونکې فتنة الخوارج وسلوالو د اکتوبر پر ۱۱مه او ۱۲مه له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې پر پاکستان بې له پارونې بريد وکړ،" چې په نتيجه کې يې ۲۳ پاکستاني سرتېري ووژل شول او ۲۹ نور ژوبل شول.
د پاکستان پوځ زياتره وخت د "فتنة الخوارج" اصطلاح د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوالې ډلې ته کاروي، خو دا لا روښانه نه ده چې هغوی واقعاً په دغه بريدونو کې ښکېل ول او که نه، او نه هم خپلواکه سرچينو تراوسه د دې ادعاوو تصديق کړی دی.
په بيان کې دعوه شوې ده چې پاکستانيو ځواکونو په ځوابي عملياتو کې تر ۲۰۰ زيات طالبان او نور وسلوال ووژل او د کرښې هغې غاړې ته يې ۲۱ پوستې د لنډ وخت لپاره ونيولې.
دا تر هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۱۱مه ماخوستن مهال د پاکستانيو ځواکونو او په افغانستان کې د طالبانو ځواکونو د دواړو هېوادونو ترمينځ ډيورنډ کرښې ته نېږدې د تاوتریخوالي په یوه څپه کې لږترلږه په پينځو ځایونو کې سخته جګړه وکړه.
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۲مه يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال دغو نښتو ته د "انتقامي برېدونو" نوم ورکړ او زياته يې کړه چې دا بریدونه د پاکستاني جیټ الوتکو له لوري د پلازمېنې کابل د هوايي حریم د سرغړونې او دغه راز په پکتیکا کې د هوايي حملو په غبرګون کې ترسره شول.
د نوموړي په وينا، په دې نښتو کې د دوی اړخ ته نهه طالبان وژل شوي او نېږدې ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
نوموړي ادعا وکړه چې په نښتو کې يو خوا لږترلږه ۵۸ پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شوي، او بلخوا د جګړې پر مهال د پاکستان ۲۰ پوستې هم له مينځه وړل شوي او مهمات یې دوی ته لاس ته ورغلي دي.
ذبيح الله مجاهد خبري غونډې ته وويل دغه بریدونه د دوی حکومت د شپې پر ۱۲ بجې د قطر او سعودي عربستان پر غوښتنه ودرول خو په خبره یې لا هم د پاکستان له لوري په ځینو سیمو کې د دوی پر امنیتي پوستو خال خال ډزې کېږي او جګړې ته لمن وهل کېږي.
مشال راډيو په خپلواک ډول د دواړو لوريو د دعوو تصديق نه شي کولای.
د دواړو لوريو ترمينځ تر سختو نښتو وروسته تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.
په خيبر کې د پاکستان د ګمرک يوه چارواکي د اکتوبر پر ۱۲مه د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وويل چې سر له ننه دوه اړخیزه تجارت ځنډول شوی، د تورخم ټرمینل خالي کړل شوی او افغانستان ته مال وړونکي ګاډي له تورخمه لواړګي (لنډي کوتل) ته ستانه کړل شوي دي.
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د افغانستان له لوري پر سرحدي سيمو د بريدونو غندنه کړې ده.
د وزيراعظم دفتر د اکتوبر پر ۱۲مه په خپاره کړي بيان کې د شريف په حواله ويلي دي چې پاکستان څو ځله کابل ته د هغو وسلوالو ډلو په اړه معلومات ورکړي، چې د ده په وينا، له هغې غاړي د پاکستان پرضد فعاليتونه کوي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار د طالبانو له لوري پر پاکستان بريدونه يو "جدي پارونه" ګڼلې ده.
نوموړي د اکتوبر پر ۱۲مه په خپاره کړي بيان کې زياته کړې ده چې د پاکستان ځواب يوازې د وسلوالو طالبانو پر مرکزونو تمرکز دی او د عامو افغانانو ژوند ته زيان نه رسوي.
په عين حال کې ذبيح الله مجاهد د اکتوبر پر ۱۲مه يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال تور پورې کړ چې د پاکستان د پوځ يوه ځانګړې کړۍ، چې د ده په وينا، حاکمه ډله ده، د افغانستان ضد سياست پرمخ وړي او په افغانستان کې "تشويشونو جوړولو" ته کار کوي.
هغه زياته کړه چې دغه کړۍ د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمينځ د "واټن زياتولو او کرکې خپرولو" هڅه کوي او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بريدونه او بمبارۍ کوي، چې په خبره يې، هر ځل "غاښ ماتوونکی" ځواب ورکړل شوی دی.
مجاهد تور پورې کړ چې په پاکستان کې دغه کړۍ د داعش وسلوالې ډلې پالنه او روزنه کوي او د هغوی لپاره يې پټنځايونه برابر کړي دي، چې د ده په وينا، دغې "فتنه ګرې" ډلې نه يوازې په پاکستان کې دننه علما او سياستوال تر بريدونو لاندې راوستلي بلکې د افغانستان او سيمې لپاره هم لوی تهديد ده.
د پاکستان حکومت لا تر اوسه د ذبيح الله مجاهد تورونو ته ځواب نه دی ويلی، خو تر دې وړاندې يې د داعش ډلې د پاللو او روزلو يا هغوی ته د پټنځايونو ورکولو تورونه رد کړي دي.
دا هم وګورئ:
ذبیح الله مجاهد: پکتيکا کې د پاکستان بمبارۍ ۴۶ کسان وژلي چې اکثره یې ښځې او ماشومان ديد طالبانو حکومت د پاکستان سفیر احضار کړی او وايي پر پکتيکا بمباري به بد عواقب ولريکابل کې "ډرون بريد"، پکتیکا کې جيټ الوتکو بمباري کړېد پاکستان او افغانستان ترمینځ ډریورنډ کرښه شاوخوا ۲،۶۰۰ کیلومیتره اوږدوالی لري.
په ۱۸۹۳ز کال کې د هند پر نیمه وچه واکمنو بريتانویانو د افغانستان له امیر عبدالرحمان خان سره د یوې موافقې له لارې دا کرښه هغه وخت په افغانستان کې دننه کښلې وه او د دواړو غاړو ولسونه يې سره وېشلي ول.
افغان حکومتونو په بيا بيا ويلي چې ډېورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه نه مني خو پاکستان وايي دا په نړيواله کچه منل شوې پوله ده.
تر دې وړاندې هم پر ډيورنډ کرښه د افغان او پاکستانيو ځواکونو ترمينځ نښتې شوې دي، خو پر دومره پراخه کچه په يو شمېر ساحو کې همهاله بريدونه بې ساري دي.
د اکتوبر پر ۱۱مه تازه نښتې تر هغه څو ورځې وروسته پیل شول چې د اکتوبر پر نهمه ماخوستن مهال پاکستان پر کابل او پکتيکا هوايي بريدونه وکړل.
یوشمېر پاکستانيو رسنیو ویلي ول چې په بريد کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټی پي) وسلوالې ډلې د مشر نور ولي مسود ګاډی په نخښه شوی، او په وينا يې له هغه سره دوه نور مهم ملګري قاري سيف الله مسود او خالد مسود يو ځای ول.
وروسته د ټي ټي پي يوې سرچينې مشال راډیو ته وويل چې د کابل په بريد کې يې دوه مهم غړي وژل شوي، خو نومونه يې لا نه دي په ډاګه کړي.
سرچينه زياتوي، په بريد کې نور ولي مسود ته زيان نه دی اوښتی او هغه ژوندی دی.
د طالبانو دفاع وزارت د اکتوبر پر ۱۰مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې پر افغانستان بريدونه "له تشدده ډک او کرغېړن اقدام" بللی وو او زياته کړې يې وه چې تر دې بريدونو وروسته به د هر ډول تاوتريخوالي مسول پاکستان وي.
اسلام اباد په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت په وار وار تور پورې کړی چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي تي پي) په ګډون یې نورو وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ورڅخه یې د ټي ټي پي د وسلوالو د ورسپارلو غوښتنه هم کړې ده.
خو د طالبانو حکومت وایی چې د پاکستان په شمول هيڅ ګاونډي هېواد ته د ضرر پېښولو او ستونزو جوړولو اراده نه لري، او نه هم د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پرضد کارول کېږي. خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.
دا بريدونه پر داسې مهال شوي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د اکتوبر پر نهمه د هند په څو ورځني سفر نوي دلي ته تللی دی.