د بلوچستان په قلات ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو پر سړک کارکوونکي نهه مزدوران تښتولي دي.
د قلات د لېويزو تاڼې مشر جان محمد نن (د اکتوبر پر ۱۰مه) مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه د قلات او سوراب ترمينځ سيمه کې مزدورانو د کراچۍ او کوټې لويې لارې د پراخولو لپاره کار کاوه چې ناپېژندليو وسلوالو وتښتول.
نوموړي زياته کړه چې لږ ساعت وروسته وسلوالو څلور مزدروان خوشې کړل چې درې يې ځايي اوسېدونکي او يو د سيند صوبې استوګن وو، خو هغه پینځه يې له ځان سره ناڅرګند ځان ته وړي چې څلور د پاکستان تر واک لاندې کشمير او يو د خيبر پښتونخوا د مانسهرې اوسېدونکی دی.
د جان محمد په خبره، لېويز، پوليسو او سرحدي عسکرو په سيمه کې د لټون عمليات پیل کړي دي.
تر اوسه چا د هغې پېښې مسوليت نه دی منلی.
په دا وروستيو کې په بلوچستان کې د خلکو د تښتونې پېښې زياتې شوې دي.
د اکتوبر اوومې او اتمې ترمينځ شپې مهال ناپېژندليو وسلوالو په مچ سيمه کې د کويلې (سکرو) درې کان کېندونکي وتښتول چې تر اوسه يې درک نه دی معلوم.
تر هغه وړاندې، د بلوچستان د خاران په مسکان قلات سيمه کي ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر پر شپږمه د ځايي عدالت قاضي محمد جان له خپل دفتر څخه تښتولی وو، چې لا هم لادرکه دی.
د دې دواړو پېښو مسوليت هم چا نه وو منلی.
په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.
د اګست پر ۱۰مه ناڅرګنده وسلوالو د بلوچستان د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي تښتولی وو چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه يې مړی د هرنایي په زردالو سيمه کې وموندل شو.
تر هغه وړاندې د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی د جون پر څلورمه د هغې ضلعې له تکران سیمې څخه تښتول شوی وو. خو د کېچ ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټېلېفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟
د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.