نړيوالو په افغانستان کې د انټرنېټ د تړل کېدو په اړه اندېښنې ښوولې دي

د انټرنېټ تړل کېدو د افغانستان دننه او بهر افغانان اغېزمن کړي دي. پخوانی انځور

په افغانستان کې د طالبانو لخوا د انټرنېټ د بندی‎ېدو د ګام ضد د نړیوالو غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د برتانیې ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په دې اړه جدي اندیښنه ښوولې ده.

نوموړې د د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د انټرنېټ تړل کېدو او د نړیوالو الوتنو د لغوه کېدو راپورونو ته دی ډیر اندیښمن دی.

د هغه په وینا دا به د افغانستان د وګړو لپاره جدي او زیان رسونکې پایلې ولري. هغه هم له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې مخابراتي خدمات بېرته پیل کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان هم د سېپتېمبر پر ۳۰مه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د انټرنېټ پرېکول یو ناسنجول شوی اقدام دی او دا به د مرستو رسونې بهیر او روغتیایي او تعلیمي خدمتونو ته لاسرسی له جدي ستونزو سره مخ کړي.

سازمان دا هم ویلي چې د انټرنيټ بشپړ بندېدل د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره په ټکر کې دي، او طالبان باید سمدستي انټرنېټ بېرته وصل کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې خلک په چټک انټرنېټ بندیز پرېشانه کړې دي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار بنسټ هم ویلي چې د طالبانو لخوا په سراسري ډول د انټرنېټ بندېدل د افغانستان د بشري حقونو لپاره ډېرې جدي پایلې لري.

دغه بنسټ په خپل اېکس پاڼه (پخواني ټویټر) خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ پرېکول د ازادو معلوماتو جریان او بنسټیزو خدمتونو ته لاسرسی محدودوي، او ښځې او نجونې تر ټولو ډېرې اغېزمنې کېږي.

د بشري حقونو څار بنسټ هم د انټرنېټ د ژر بیا وصلېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي شبکې د سېپټېمبر ۲۹مه مازيګر په مکمله توګه بند شو او د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه هېڅ نه دې ویلي.

د طالبانو د بېلابېلو سفارتونو لږ تر لږه پينځه چارواکو د مشال رېډيو افغان څانګې ته ویلي چې د دوی اړیکې هم خپل د بهرنیو چارو وزارت سره پرې دي.

مخکې تر دې په تېرو څو اونیو کې، د طالبانو حکومت د نوري فایبر انټرنېټ له لسو په زیاتو ولایتونو کې پرې کړی وو. ځینو طالب سرچینو ازادۍ راډیو ته ویلي چې دا اقدام د دوی مشر ملا هبت اله اخندزاده د "منکراتو د مخنیوي" په موخه کړی دی.