امریکا وايي د طالبانو لخوا د انټرنیټ بندول د افغانانو په ګټه نه دي

طالبانو د بلخ په ګډون په ۱۰ ولايتونو کې پر انټرنیټ محدوديتونه لګولي دي ـ د سېپټېمبر ۱۵مې انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، د طالبانو تګلارو د افغانستان د خلکو ستونزې ډېرې کړي او د هغوی لخوا لګول شوي محدودیتونه د افغانانو په ګټه نه دي.

د یاد وزارت یوې ویاندې الیزابت سټیکني، د سېپټېمبر په ۲۴مه نېټه د امريکا له نیویارک ښار څخه په يوه ټيليفوني مرکه کې د مشال راډیو افغان څانګې ته وویل چې د طالبانو د حکومت له لوري د نوري فایبر انټرنېټ د پرېکولو په تړاو راپورونه ډېر د اندېښنې وړ دي.

«موږ د انټرنېټ د محدودولو په اړه دا راپورونه له نږدې څارو. دا راپورونه ډېر د اندېښنې وړ دي او موږ نه وینو چې دغه محدودیتونه دې د افغانستان خلکو ته مرسته ورسوي. برعکس، دا محدودیتونه به د خلکو په ژوند او اقتصاد منفي اغېز ولري.»

د طالبانو حکومت په تېرو څو اوونیو کې په تدریجي ډول د افغانستان له ۱۰ څخه زیاتو ولایتونو چې پکې بلخ، کندز، بغلان، تخار، بدخشان، کندهار، هرات، ارزګان، نیمروز، ننګرهار او پروان شامل دي، د نوري فایبر انټرنېټ خدمتونه بند کړي دي.

مخکې ځینو طالب سرچینو ازادي راډیو ته ویلي وو چې دا پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخندزاده په امر د منکراتو د مخنیوي په موخه شوې ده.

نوري فایبر یا کیبلي انټرنېټ په افغانستان کې چې ویل کېږي تر دې وړاندې په لویو ښارونو کې د ۲۶ ولایتونو خلکو ورته لاسرسی لرلو، په سوداګرۍ، بانکدارۍ، د دولت او شرکتونو د اداري اړیکو، انلاین زده کړو او په نورو برخو کې مهم رول درلود.

یو شمېر خلک وایي، د دې شبکې د خدمتونو په پرې کېدو سره اوس یوازې د ګرځنده ټیليفونونو انټرنېټ کاروي خو د دوی په خبره کم سرعت او لوړه بیه یې د اقتصادي فعالیتونو، زده کړو او معلوماتو ته د لاسرسۍ په برخه کې ستونزې جوړوي.