په افغانستان کې خلک په چټک انټرنېټ بندیز پرېشانه کړې دي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې پر انټرنېټ بندېز لګولی دی. یو شمېر خلک وايي د چټک انټرنېټ په مټ یې د ژوند ډېری کارونه پر مخ روان دي او پرې بندیز لګول، د هغوی ژوند اغېزمنوي. د طالبانو د حکومت سرچینې وايي پر چټک انټرنېټ بندیز د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر لګول شوی دی. د رویټرز خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.