په چمن کې بمي چاودنه کې ۶ کسان وژل شوي دي

په چمن کې د پولیسو یو سرتېری د پېښې ځای کې ولاړ دی - د سېپټېمبر ۱۸مې انځور

د بلوچستان چارواکي وايي په چمن کې یوې بمي چاودنې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.

د چمن مرستیال کمېشنر حبیب الله بنګلزي مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د سېپټېمبر پر ۱۸مه ماښام د ګاډو په تمځای کې شوې ده. د نوموړي په وینا د چاودنې له وجې پینځه کسان ځای پر ځای ووژل شول او یوه بیا وروسته په روغتون کې سا ورکړه.

نوموړی وايي دم ګړۍ ته د چاودنې څرنګوالی نه دی معلوم خو د هغوی پلټنې روانې دي.

د چمن د تاڼې د پولیسو مشر (اېس اېچ او) ولي کاکړ له چاودنې وروسته ځايي خبریالانو ته ویلي دي چې د وژلو شویو شپږو کسانو څخه دوه یې د چمن اوسېدونکي دي او د نورو په اړه معلومات کوي.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت د پېښې په غندلو سره ویلي دي چې پلټنې یې کوي او تر شا لاس لرونکي کسان به یې زر ونیول شي.

په چمن کې د افغانستان پولې ته نږدې دا چاودنه په داسې مهال شوې ده چې له پاکستانه د افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو لړۍ هم په چټکۍ روانه ده. دغه کډوال د تورخم ترڅنګ د چمن پر لاره هم افغانستان ته ستنېږی.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت قبول کړی نه دی.

په بلوچستان کې وسوالې ډلې پر حکومتي ودانیو، پولیسو او پوځ وخت په وخت بریدونه کوي.

تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر دویمه په کوټه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژلي او ۳۰ نور ژوبل کړي ول. د هغه برید مسوولیت هم چا نه وو قبول کړی.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو کلونو کې په بلوچستان کې ناامني خورا زیاته شوې ده.

په عین حال کې د پاکستان پوځ هم وخت په وخت په بلوچستان کې په عملیاتو او نښتو کې وسلوالو ته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

په بلوچستان کې که بلوچستان لیبرېشن ارمي په نوم بیلتونپاله ډله وخت په وخت د ځینو بریدونو ذمه واري قبلوي.

دا ډله چې د پاکستان ترڅنګ امریکا هم د ترهګرو ډلو په نوملړ کې اچولې ده، له پاکستانه د بېلېدو لپاره له کلونو راهیسې وسله واله جګړه کوي. بلوچستان لیبرېشن ارمي وايي چې دوی ترهګر نه دي بلکې د خپلو حقونو لپاره جګړه کوي.