عمران خان وايي له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل د افسوس وړ ګام دی

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان - د ارشیف انځور

د پاکستان پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلی، له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ایستل د افسوس وړ ګام دی.

د سېپټېمبر پر ۱۱مه د عمران خان له رسمي اېکس (پخواني ټوېټر) اېکاونټ نه په خپور شوي یو بیان کې ویل شوي دي چې افغانان له لسيزو راهیسې په پاکستان کې اوسيږي او په زور شړل یی د افسوس وړ خبره ده.

که څه هم عمران خان دا مهال د راولپېنډۍ په اډياله زندان کې بندي دی او هغه ته په بند کې د اېکس يا ټوېټر کارولو اجازه نشته خو د دې باوجود هم د هغه بیانونه وخت په وخت د اېکس (ټوېټر) له لارې خپرېږي.

پر اېکس پاڼه د عمران خان د خپور شوي بیان په پای کې لیکل شوي دي چې نوموړي دا څرګندونې په زندان کې له خپلو وکیلانو سره د لیدو کتو پر مهال کړې دي.

پر اېکس خپور شوي بیان کې وړاندې راغلي دي چې د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر دا هرڅه د طالبانو د مخالفانو د خوشالولو په موخه ترسره کوي چې مقصد یې په لوی لاس د یو داسې جنګ جوړول دې چې وجود نه لري.

بل پلو د پاکستان پوځ يا حکومتي چارواکو د عمران خان د تورونو په اړه تر دې دمه خپل غبرګون نه دی څرګند کړی.

د عمران خان دا بیان په داسې وخت کې مخې ته راغلی دی چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او د ملګرو ملتونو د شمېرو تر مخه د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې له یو مېلیون نه زيات افغانان خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د اګست پر څلورمه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلې وو چې د اګست په لومړۍ نېټه په اسلام اباد کې د ترسره شوې یوې غونډې پر مهال پرېکړه شوې ده چې پي او ار کارډ لرونکي افغانان به افغانستان ته لېږل کېږي. په خبرتیا کې راغلي وو، د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو د ایستلو پرېکړه د حکومت د هغې هڅې یوه برخه ده چې د پاکستان له خاورې غیرقانوني بهرنیان ویستل غواړي.

افغان کډوال د چمن له لارې وطن ته د ستنېدو په حال کې دي - د سېپټېمبر څلورمې انځور

په خبرتیا کې دا هم ویل شوي وو چې د پرېکړې له مخې د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو پخپله خوښه د ستنېدو لړۍ به په اګست میاشت کې روانه وي خو د روان کال د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به په رسمي ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل شي.

د پاکستان لخوا په هغه هېواد کې مېشتو مهاجرت (پروف اف رجسټریشن یا پي او ار) کارډ لرونکو افغانانو ته د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته، د افغان کډوالو وطن ته د ستنېدو لړۍ پیل شوې ده.

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او نورو صوبو کې مېشت افغان کډوال وايي، غواړي چې خپل هیواد ته ستانه شي خو هلته د روزګار او تعلیم ستونزې دي او طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د جینکو ټول مکتبونه تړلي دي.

عمران خان چې د ۲۰۱۸ز کال له اګست نه نیولې د ۲۰۲۲ز کال تر اپریله د پاکستان وزیراعظم وو، د عدم اعتماد رایو له لارې له خپلې څوکۍ لرې کړل شو او بیا وروسته یې پر ضد بېلابېلې مقدمې درج شوې چې له وجې یې هغه دا مهال په زندان کې دی.

عمران خان او ګوند یی وايي چې د نوموړي په ضد لګول شوي د درغليو تورونه بې بنياده دي او سياسی مقاصدلري.

په اېکس پاڼه په خپل بیان کې عمران خان په خیبر پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو د بندولو غوښتنه هم کړې ده. عمران لیکلي چې "د بهرنيو قوتونو" د خوشالولو لپاره د "خپلو خلکو" پر ضد پوځي عملیات به د حالاتو د سمولو پر ځای لانور پسې خراب کړي.

عمران خان دا نه ده واضحه کړې چې "بهرني قوتونه" څوک دي؟ او دا یې هم نه ده واضحه کړې چې له "خپلو خلکو" نه یې مقصد څوک دی؟ خو نوموړي تر دې وړاندې د وسلوالو طالبانو سره د خبرو اترو پلوي پاتې شوی دی.

په باجوړ کې د ماموندو د خلکو لپاره جوړ شوی پنډغالی

بلخوا د پاکستان پوځ او حکومت د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر ضد جنګېدونکو د تحریک طالبان پاکستان وسلوالو ته د "فتنه الخوارج" اصطلاح کاروي او وايي چې پر ضد یې عملیات کوي.

د پاکستان پوځ په اګست میاشت کې د باجوړ د ماموندو په یو شمېر کلو کې د وسلوالو خلاف عملیات پیل کړي ول چې له وجې یې زرګونه خلک کډو کولو ته اړ شوي ول. په همدې توګه د شمالي او جنوبي وزیرستان په ځینو سیمو کې هم د پاکستان پوځ د تازه عملیاتو د پیلولو خبر ورکړی دی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۰۷ز کال راهیسې په سوات، باړه، تیرا، وزیرستانونو، اورکزو، کورمه، مومند او باجوړ ترڅنګ د خیبر پښتونخوا په یو شمېر نورو سيمو کې وخت په وخت پوځي عمليات کړي دي چې ورسره په وقتي توګه د امنيت ستونزه هواره شوې ده خو د شنونکو او ځايي اوسيدونکو په وينا له څه مودې وروسته یو وارې بیا په هغو سیمو کې وسلوال لیدل شوي دی.