چارواکي وايي په شمالي وزیرستان کې یو پخوانی پولیس سرتېری او په بنو کې یو وسلوال وژل شوی دی.
د میرامشا د پولیسو کنټرول خونې د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته په استولي یو بیان کې ویلي دي چې تېر ماښام د میرلي په هرمز اډه کې وسلوالو د پولیسو یو پخوانی سپاهي (کانسټېبل) نذیر الله وژلی دی.
پولیسو زیاته کړې چې د نامعلومو بریدګرو پرضد یې مقدمه درج کړې ده او د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي. د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
د یو بل خبر له مخې د بنو په جانیخېلو کې د امنیتي ځواکونو په کارروایۍ کې یو مشکوک وسلوال وژل شوی دی.
د بنو پولیسو او د استخباراتي ادارو چارواکو د سېپټېمبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی وسلوال د تحریک طالبان پاکستان د حافظ ګلبهادر ډلې غړی وو. هغې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هملته په بنو کې پولیس چارواکي وايي چې د سېپټېمبر پر نهمه ناوخته وسلوالو په هوید سیمه کې د ترهګرۍ ضد د پولیسو (کاونټر ټررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) د یو غړي ګلاب نیاز کور په چاودېدونکو موادو الوځولی دی.
پولیس وايي کله چې وسلوالو پر کور برید وکړ، هغه مهال هلته څوک نه وو نو ځکه چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د پولیسو په وینا د مالت خلکو پر وسلوالو ډزې وکړې او هغوی وتښتېدل.
په خیبر پښتونخوا کې له څه باندې درو کلونو راهیسې ناامني زیاته شوې ده او د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر ډلې پر پولیسو او امنیتي سرتېرو حملې کوي.
په خیبر پښتونخوا کې د بدامنۍ پر ضد وخت په وخت خلکو مظاهرې او جلسې هم کړې دي چې پکې یې له حکومته غوښتنه کړې چې د خلکو د سر او مال د خوندیتوب لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي.
بل پلو، د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او د ملک په هره برخه کې د امن پر ځای کولو ته ژمن دی.