د اتو هېوادونو ترمینځ د کرکټ د ۲۰ اووره لوبو اسیا جام (ایشیا کپ) سیالۍ په متحده عربي اماراتو کې پیلېږي.
د سېپټېمبر په نهمه پیلېدونکي دغه جام کې افغانستان، پاکستان، هند، بنګلادیش، سريلانکا، متحده عربي امارات، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې برخه اخلي.
د اسیا جام سیالیو پیل د سېپټېمبر پر نهمه د "ب" ګروپ د دوو لوبډلو افغانستان او هانګ ترمینځ له لوبې نه کېږي. دا لوبه په ابوظبي کې د کابل په وخت د شپې په اوو او د پېښور په وخت د شپې په اووه نیمو بجو پیلېږي.
د کرکټ د اسیا جام ۲۰ اووره لوبې چې د سېپټېمبر پر نهمه پیلېږي، پای لوبه به یې د سېپټېمبر په ۲۸ نېټه ترسره شي.
افغانستان، پاکستان او متحده عربي امارات د اسیاجام لوبو کې په داسې حال کې برخه اخلي چې تازه د درې هېوادونو ترمینځ د کرکټ په ۲۰ اووره لوبو کې یې برخه اخیستې ده. هغه لوبې د پاکستان په بریا پای ته ورسېدې. هغه لوبې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شوې وې.
د کرکټ مبصرین وايي هانګ کانګ د افغانستان پرتله کم ۲۰ اووره لوبې ګټلې دي. د لوبو د ووبپاڼې (اي اېس پي اېن کرېک انفو) د معلوماتو له مخې افغانستان په ابوظبي کې د ۲۰ اووره کرکټ لوبو ښه سابقه لري، دوی هلته تر اوسه ۱۱ لوبې ګټلي او پینځه یې بایللې دي او په بایللو لوبو کې په ۲۰۱۵ کې د هانګ کانګ خلاف لوبه هم شامله ده.
د یادې ووبپاڼې د معلوماتو له مخې هانګ کانګ چې له تېرو ۲۱ کالو نه په اسیا جام کې برخه اخلي خپلې ټولې ۱۱ لوبې یې بایللې دي.