د خیبر پښتونخوا د کواټ (کوهاټ) پولیس وايي وسلوالو د یو افسر په ګډون دوه پولیس وژلي او تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.
د کواټ پولیس چارواکو رسنیو ته ویلي چې وسلوالو د لاچۍ تاڼې په حدودو کې پولیس انسپکټر طاهر نواز او سپاهي محمد علي په ډزو وژلي دي.
د دوی په وینا، د دې برید مقدمه یې د نامعلومو وسلوالو پرضد درج کړې ده. چا تر اوسه د دې برید ذمه واري نه ده منلې.
بل پلو د بنو پولیس وايي، وسلوالو د ګیس نللیکه یا پایپ لاین په بم الوزولی او څلور مزدوران یې تښتولي دي.
د پولیسو په وینا، د بنو د میریان تاڼې په حدودو کې له ټوچي پل سره د سېپټمبر پر ۴مه د شپې وسلوالو ګیس پایپ لاین په بارودي موادو الوزولی او بیا یې د ګېس کمپنۍ څلور مزدوران تښتولي دي.
دا هم وګورئ:
کرک کې د پولیسو یو مشر او دوه سرتېري په وسلوال برید کې وژل شوي په کورمه کې وسلوال برید کې شپږ کسان وژل شوي ديد بنو پولیسو رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې نامعلومه وسلوال ورغلي او لومړی یې د ګیس نللیکه په بم الوزولې او چې د کمپنۍ کارکونکي یې د رغوولو لپاره ورغلي نو دوی له ځان سره وړي دي.
د پولیسو بیان زیاتوي چې تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا مزدوران چا تښتولي او چېري یې وړي دي. چا تر اوسه د دې پېښې زمه واري هم نه ده منلې.
پولیس وايي چې دوی د تښتول شویو کسانو د میندلو او خوشي کولو لپاره د لټون عملیات پیل کړي دي خو تر اوسه یې هغوی میندلي نه دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په بنو کې د اېف سي ځواک په مرکز د وسلوالو برید پای ته ورسېد
یاد ګیس پایپ لاین د شمالي وزیرستان له شیوې څخه پنجاب ته غزیدلی چې له بنو تیر شوی دی. وسلوالو تر دې وړاندې هم پر دې پایپ لاین او مزدورانو بریدونه کړي دي.
د خیبر پښتونخوا په یو شمېر سیمو کې په دې وروستیو کې امنیتي حالات لا پسې خراب شوي دي.
د سېپټمبر پر دریمه هم ناڅرګندو وسله والو د کرک ضلعې د داود شاه بانډې د تاڼې ایس ایچ او عمر نواز او دوه نور عسکر په ډزو وژلي او بیا تښتېدلي وو.
تر هغه وړاندې د سېپپټمبر پر دویمه بیا وسلوالو په بنو کې د ایف سي ځواک پر مرکز لومړی ځانمرګی برید کړی وو او بیا هغه مرکز ته ننوتي وو.
امنیتي ځواکونو هغه مهال له وسلوالو سره ۱۲ ساعته نښته کړې وه. د پولیسو سیمه ییز مشر سجاد خان تر عملیاتو وروسته رسنیو ته ویلي وو چې په هغه پېښه کې شپږ امنیتي عسکر وژل شوي او ۱۹ ټپي شوي وو.
د ده په وینا، د عملیاتو پر مهال یې شپږ برید کوونکي وژلي وو.