د شمالي وزيرستان په میرلي کې ځايي ولس وايي د پاکستان د پوځ په ډرون برید کې ۱۸ میاشتنی ماشوم وژل شوی او یوه ښځه زخمي شوې ده.
په سیمه کې د عوامي نیشنل ګوند یو مخکښ او د اتمانزیو د جرګې یو غړي ملک نثار علي خان مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۲۵مه د میرلي په بړوخېلو کلي کې د پاکستان پوځ یو وارې بیا ډرون برید وکړ چې په پایله کې یې مرګژوبله رامنځ ته شوه. هغه وايي، "دا لومړی ځل نه دی چې زموږ تنکي ماشومان په ډرون برید کې وژل کېږي، دا پېښې په وار وار تکرارېږي، موږ په فریاد او احتجاج هم ستړي شو، حکومت هر ځل باور راکوي چې بیا به ولسي کسان نه په نخښه کوي خو په خپلو وعدو نه درېږي."
نثار علي خان زیاته کړه د ماشوم جسد یې د احتجاج په توګه په میرلي چوک (څلورلاري) کې اېښی او تر هغې به یې خاورو ته نه سپاري چې حکومت د ولسي خلکو د خوندیتوب ډاډ نه وي ورکړی.
په شمالي وزیرستان کې پوځ، پولیسو او انتظامیې تر دې مهاله د دې خبرې پخلی نه دی کړی چې ګینې پوځ په ډرون برید کې ماشوم وژلی او یا یې هم ښځه زخمي کړې ده. د شمالي وزیرستان د انتظامیې یو مشر چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم پټ ساتلو په شرط د اګست پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل چې د میرلي له مشرانو سره یې د پېښې په نوعیت باندې خبرې روانې دي.
دا لومړی ځل نه دی چې په شمالي وزیرستان او ورڅېرمه سیمو کې د پوځ په ډرون برید کې ماشومان په نخښه کېږي، داسې پېښې تر دې وړاندې هم شوې دي.
د اګست په لومړۍ نېټه د لکي مروت خلکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د شپې مهال پر یو کور د ډرون برید کې یو کس وژل شوی او دوه ښځې ژوبل شوې دي.
هغه مهال هم د سیمې خلکو د پاکستان پر پوځ تور پورې کړی وو چې پر ولسي خلکو ډرون بریدونه کوي او توغندي پرې توغوي خو د پاکستان پوځ د دغو تورونو ځواب نه وو ویلی.
تر هغې وړاندې د مې پر ۱۹مه د شمالي وزیرستان خلکو مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاکستان د پوځ په ډرون برید کې د یوه کور څلور ماشومان وژل شوي او دوه مېرمنې او یو بل ماشوم ژوبل شوی دی.
د سیمې خلکو هغه مهال هم احتجاج کړی وو.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ميرلي کې په ډرون بريد کې د ماشومانو د وژنې خلاف احتجاجونه شوي دي
تر هغه مخکې په ميرلي او د جنوبي وزيرستان په بېلابېلو برخو کې هم د پاکستاني پوځ د ډرون او هاوان بریدونو پر ضد احتجاجونه شوي دي.
خلکو له حکومت او پوځ څخه غوښتنه کړې ده چې د ولسي وګړيو د کورونو له ویشتلو دې لاس واخلي.
د خیبر پښتونخوا لومړي وزیر علي امین ګنډه پور د جولای پر ۲۴مه په پېښور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي ول چې صوبه کې د "نورو پوځي عملیاتو او ډرون حملو" اجازه نه ورکوي.
بلخوا پوځ هم په وار وار ويلي چې د وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال د ولسي وګړيو خونديتوب ته پام کوي.