په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ د ممکنه عملیاتو پر ضد په سپین وام کې ولسي غونډه وشوه چې پکې سلګونو کسانو برخه واخیسته.
د سیمې یو قامي مشر، د عوامي نېشنل ګوند یو مخکښ او د اتمانزۍ جرګې غړي ملک نثار علي خان د جولای پر اوومه د ترسره شوې دغې غونډې په اړه مشال راډیو ته وویل چې د جرګو، غونډو او پرلتونو لړۍ له تېرو څو ورځو نه پیل شوې ده او دوی په پام کې لري چې د شمالي وزیرستان په ټولو تحصیلونو کې ورته غونډې جوړې کړي.
د سپین وام د غونډې یوه څنډه - د جولای اوومې انځور
نوموړي وړاندې وویل، د پاکستان پوځ که د وسلوالو خلاف عملیات کوي نو په سیمه کې یې هېڅوک مخالفت نه کوي خو دې ته هېڅوک نه دی تیار چې یو وارې بیا به د عملیاتو لپاره خپلې کډې باروي او نورو سیمو ته به روانېږي. هغه وویل: "د شوال خلکو موږ ته وویل، دا سرکار چې د عملیاتو او د خلکو د تنګولو کومه پالیسي شروع کړې ده، موږ یې په هېڅ صورت کې نه منو."
نثار علي خان زیاته کړه، د حکومت سره ډېر وسایل شته او که وغواړي نو بغیر د ولس د ځورولو هم د ترهګرۍ خلاف کارروايي کولی شي.
د سپین وام د غونډې یوه څنډه - د جولای اوومې انځور
د اتمانزیو جرګه وايي، انتظامیې او پوځ تېره میاشت د میرلي په خدي مارکېټ کې پر سرتېرو تر ځانمرګي برید وروسته د شمالي وزیرستان مشرانو ته ویلي ول چې خپل دریځ دې ورته روښانه کړي چې له حکومت سره ولاړ دي او که نه د وسلوالو په طرف دي.
د پاکستان د پوځ په وینا، د جون پر ۲۸مه په میرلي کې د پوځیانو پر ګاډي په ځانمرګي برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي ول. په هغه برید کې ۱۴ ولسي وګړي هم ژوبل شوي ول.
تر برید وروسته د شمالي وزیرستان انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) هلته تر یوې میاشتې پورې د جنايي قانون ۱۴۴مه ماده نافذه کړه چې له مخې یې شپې مهال ګرځبندیز اعلان کړ او و یې وویل چې که چا یې سرغړونه وکړه نو امنیتي سرتېري به یې وولي.
دا هم وګورئ:
د تیرا خلک: موږ ولې لاړ شو؟ پوځ او وسلوال دې دا سیمه پرېږدياېمل ولي خان: د ناامنۍ ختمولو لپاره جرګې او عملیات دواړه "ناکام او بدنام" شولد بخښنې نړېوال سازمان پاکستان کې پر ډرون بریدونو اندېښنه ښوولې دهمولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې پرېکړې حکومت یا پارلېمان نه بلکې اسټیبلېشمنټ کويد جنايي قانون د هغې مادې له عملي کېدو سره د پينځو یا تر پينځو د زیاتو کسانو پر ورغونډېدو، جلسو او لاریونونو، د وسلې پر ګرځولو او د موټرسایکل پر غبرګې سپرلۍ هم بندیز وي.
تر هغې وروسته د اتمانزیو جرګې د جولای په څلورمه په میرلي کې د یوې لویې جرګې پر مهال چې پکې زرګونو خلکو ګډون کړی وو، خپله پرېکړه اعلان کړه چې د شمالي وزیرستان ټولو ولسونو پرېکړه کړې چې د عملیاتو پر مهال کورونه نه پرېږدي.
د اتمانزیو جرګه وايي د شمالي وزیرستان هرې تپې او هرکلي ته به ځي او د حکومت د ممکنه عملیاتو د پرېکړې په اړه به د خلکو نظر معلوي.
دا هم وګورئ: د شمالي وزیرستان اتمانزیو جرګه د ممکنه عملیاتو د مخنیوي هلې ځلې کويد جولای په اوومه په سپین وام کې له ولسي غونډې وروسته د یادې سیمې یو اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنک یو مخکښ حیات وزیر مشال راډیو ته وویل، په سیمه کې یې دوه وارې مخکې هم د وسلوالو خلاف لوی عملیات شوي دي او په درېیم ځل دوی د دغو عملیاتو لپاره کډو کولو ته نه دي تیار. هغه وویل: "نور خلک دا ډول عملیاتو ته تیار نه دی، که زموږ په وینو او بې عزتۍ دوی [پاکستان پوځ] پیسې ترلاسه کوي نو دا ممکنه نه ده."
حیات وزیر وايي عملیات مخکې هم شوې دي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې. هغه زیاته کړه، که د پاکستان پوځ رښتیا هم د وسلوالو خلاف عملیات کول غواړي نو د وسلوالو ځایونه معلوم دي، هلته دې ورشي، ولس دې نه تنګوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د میرامشا بازار دوکانداران وايي ۱۱ کاله پس هم د ړنګو دوکانونو معاوضه نه ده ورکړل شوې
د شمالي وزیرستان مرستیال کمېشنر محمد یوسف کریم د جولای په درېیمه مشال راډیو ته ویلي ول، د ګرځبندیز په څېر نوي محدودیتونه د "ترهګرۍ د نوې څپې" د مخنیوي په خاطر لګول شوي دي. هغه وايي، هڅه کوي چې د ولس له اغېزمنېدو پرته په سیمه کې امنیت باوري کړي.
په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو بریدونو تر زیاتېدو وروسته پوځ او حکومت غواړي چې د مخنیوي لپاره یې د عملیاتو لمن لا نوره غځوي خو خلک بیا وايي، حکومت او پوځ دې خپله کاروايي وکړي او د ولس خوندیتوب دې په پام کې ونیسي. دوی زیاتوي، بیا له سیمې کډو کولو ته تیار نه دي.