د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي ایران په پراخه کچه له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ پیل کړې ده او یوازې په جون میاشت کې یې تر ۲۳۰ زره ډېر افغانان بیرته افغانستان ته لېږلي دي.
یادې ادارې د جون پر ۳۰مه په یو بیان کې وویل، ایران له ستنېدونکو کډوالو ډېری برخه په زور له خپلې خاورې ویستي دي.
د راپورونو له مخې، په وروستیو اوونیو کې له ایرانه د افغانانو د ایستلو بهیر خورا چټک شوی، ځکه چې ایران ټولو بې اسناده افغان کډوالو ته د جولای تر شپږمې نیټې د وتلو ضربالاجل ټاکلی دی.
خو د مهاجرت نړیوال سازمان وايي چې په جون کې د ایستل شویو افغانانو شمېر د ایران د حکومت د ضرب الاجل تر ټاکلې نېټې زیات دی. د مهاجرت د نړیوال سازمان په وینا، د تېرې اوونۍ په ځینو ورځو کې دا شمېر تر ۳۰ زره کسانو پورې رسېدلی وو.
د دې ادارې ویاند، عزیز اغا، د جون پر ۳۰مه فرانس پریس خبري اژانس ته وویل: د جون له لومړۍ تر ۲۸ نېټې پورې ۲۳۳,۹۴۱ تنه له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې له منځه یې ۱۳۱,۹۱۲ کسان یوازې د جون د ۲۱ او ۲۸ ترمنځ په اوونۍ کې ثبت شوي دي.
نوموړي زیاته کړه: "له جنورۍ را په دې خوا، ۶۹۱,۰۰۰ کسان افغانستان ته ستانه شوي چې ۷۰ سلنه یې په زوره شړل شوي دي.
تر دې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د جون پر ۲۶مه په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پرمهال له نوموړي غوښتنه کړې وه چې افغان کډوال دې په تدریجي ډول او د یوه میکانیزم له مخې افغانستان ته ستانه کړي. ایراني سفیر هغه مهال متقي ته ویلي وو چې د کډوالو موضوع به له خپل دولت سره شریکه کړي.
د ایران ترڅنګ له بل ګاونډي هېواد پاکستان نه هم د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ روانه ده. یوناما ویلي چې یوازې په روان کال کې له پاکستان څخه تر دوه لکه او ۸۲ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ۲۲ سلنه یې د لوړ عمر ښځې او ۵۷ سلنه یې ماشومان دي.
که څه هم په پاکستان کې د اوسېدونکو افغان کډوالو د پی او ار کارتونو اعتبار د روان کال د جون پر ۳۰مه ختمېدلو خو د پاکستان د قبایلي او سرحدي چارو یا سیفران وزیر امیر مقام د مې پر ۱۳مه مشال راډيو ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي وو، د جون ۳۰مه د پي او ار کارډ لرونکو افغانانو حتمي نېټه نه ده. د نوموړي په وینا د دغو کارتونو د مودې د غځولو لپاره حکومت پر یومیکانیزم کار کوي.