په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) وایي، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو څپې د افغانستان پر محدودو منابعو فشار راوستی دی.
په داسې حال کې چې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، یوناما هغه هیواد ته چې لا له وړاندې له یو ژور بشري ناورین سره مخ دی د کډوالړ د بېرته ستنېدنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د یاد ماموریت له خوا د جون پر ۲۶مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سږ کال او تر اوسه له یو میلیونو زیات افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. چې د یوناما په ټکو دې پراخې بېرتهستنېدنې افغانستان کې بشري ناورین چې لا له وړاندې د نړیوالو مرستو د کمښت او وچکالۍ له امله سخت شوی و پیچلی کړی دی.
اعلامیې کې زیاته شوې چې له ایران او پاکستان څخه پراخې بېرته ستنېدنې د افغانستان پر محدودو منابعو فشار زیات کړی دی، ځکه ډېری کډوال له کومې شتنمۍ پرته ستانه شوي دي او خدمتونو او د کار زمینو ته هم لاسرسی نه لري، چې دا چاره د یونما په ټکو د بېثباتۍ د زیاتېدو لامل ګرځېدلی شي.
یوناما ویلي چې یواځې په روان کال کې له پاکستان څخه تر دوه لکه او ۸۲ زرو زیات افغانان بېرته خپل هیواد ته ستانه شوي، چې ۲۲ سلنه یې د لوړ عمر ښځې او ۵۷ سلنه یې ماشومان دي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، له ایران څخه بیا په تېرو شپږو میاشتو کې تر ۶ لکه او ۵ زرو زیات افغان کډوالو بېرته هېواد ته راغلي، چې ۶۶ سلنه یې د لوړ عمر سړي، ۲۴ سلنه ماشومان، او ۱۰ سلنه د لوړ عمر ښځې دي.
یوناما خبرداری ورکړی چې که سمدیستي او مؤثر ملاتړ ونه شي، نو راستې شوې کورنۍ به له ژورې بېوزلۍ او ناهیلۍ سره مخ شي.
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان هم په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ، د جون په ۲۶مه خپور شوی اټکل کړی، چې په ۲۰۲۵ کال کې به شاوخوا ۲ میلیونه افغان کډوال له ایران او ۱.۶ میلیونه بېاسناده افغانان له پاکستان بېرته افغانستان ته ستانه شي.
یو شمېر افغان کډوال وايي ایران نه د افغان کډوالو ایستل تیز شوي دي، د دوی له ډلې یو چې د موضوع د حساسیت له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي، مشال راډیو ته وویل، " دا ورځې ډیرې ستونزمنې دي، داسې چې ښايي په ورځیني ډول تر شلو زرو پورې افغان کډوال له پولې واوړي، ایران افغان کډوالو سره ډیر ظلم کوي، هرو پنځوسو مترو کې یوه پوسته ده، د افغانانو اسناد چیک کوي، خو که کارت او نور اسناد هم ولري له پولې یې اړوي. "
بل افغان کډوال چې تازه له ایران راستون شوی، ده هم د ورته ستونزې له امله د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راديو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ایراني چارواکو چلند کډوالو سره ښه نه دی.
هغه وویل، " افغانان یې ډیر ځورول، وهل ټکول یې، زه چې له تهران، مشهد ته راتلم په خپلو سترګو مې ولیدل، داسې وهل چې وینې ترې روانې وې، د چا لاس مات و، ډیر بد وضعیت وو او چې ځان به یې کمپ ته سپارلو ډیرې پیسې یې ترې اخیستې. "
دا په داسې حال کې ده چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې، چې د جون په ۱۳مه پیل شوه، له ایران څخه د افغان پناهغوښتونکو د بېرته ستنېدو لړۍ لا زیاته شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د ایران له سفیر سره کتلي او پدې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر بېلابیلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې شوي دي.
اعلامیه کې ویل شوي چې امیرخان متقي د ګرمۍ په دې موسم کې د افغان کډوالو د ډلهییز اخراج په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او له علیرضا بیکدلي څخه یې غوښتي چې دا موضوع د خپل هېواد له لوړپوړو چارواکو سره شریکه کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې، یوازې د جون میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې ۷۱ زره او ۶۷۳ افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۹۱.۱ سلنه یې ایران، ۸ سلنه له پاکستان او ۰.۹ سلنه له نورو هېوادونو بېرته ورغلي دي.
د " ډبلیو ایچ او " په وینا، که څه هم د می میاشتې د ورستیو دوه اونیو په پرتله، د بېرته ستنېدنې بهیر لږ شوی، خو له ایران څخه د بېرته راغلو کډوالو ونډه له ۷۷ سلنې څخه ۹۱.۱ سلنې ته لوړ شوی دی.
په ورته وخت کې، د طالبانو حکومت تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس په هرات کې د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو په حواله ویلي، یوازې د چهارشنبې په ورځ، د جون په ۲۵مه، له ایران څخه تر ۳۰ زرو زیات افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.