د امریکا ولسمشر له هند او پاکستان دواړو نه یو وارې بیا مننه وکړه چې د هغه په درېیمګړیتوب یې اوربند وکړ.
ډانلډ ټرمپ دا څرګندونې د جون پر ۱۸مه په سپینه ماڼۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره له ملاقات وروسته خبریالانو ته وکړې. نوموړې په ورته مهال دا هم وویل چې د هند له وزیراعظم نریندرا مودي سره یې د ټیلیفون له لارې خبرې کړې دي.
ټرمپ خبریالانو ته وویل: "دوو ځیرکو کسانو (نریندرا مودي او عاصم منیر) پرېکړه وکړه چې د جنګ لاره به نه نیسي، هغه جنګ چې پر جوهري جنګ بدلېدلی شو."
رایټرز اژانس لیکي، د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ چې د پاکستان د پوځ له مشر فیلډ مارشل عاصم منیر سره یې د غرمې د ډوډۍ پر مهال ولیدل، دا هم وویل چې پر دې ملاقات ویاړي او په ترڅ کې یې د نورو موضوعاتو ترڅنګ د ایران په اړه هم خبرې کړې دي.
د پاکستان د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر
په پاکستان کې دې ملاقات ته ډېر اهمیت ورکول کېږي ځکه دا لومړی ځل دی چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د پاکستان د پوځ له مشر سره په یوه حساس وخت کې کتلي دي. د پاکستان سرکاري راډیو د جون پر ۱۹مه پر خپلې ویبپاڼې لیکلې دي چې د امریکا ولسمشر د ملاقات پر مهال د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان هڅې ستایلې دي او په سیمه کې د امنیت لپاره یې د دوی رول مهم بللی دی.
پاکستان وايي د دې ترڅنګ د امریکا ولسمشر د واشنګټن او اسلام اباد ترمینځ داسې تجارتي اړیکو ساتلو ته هم لیوالتیا ښودلې ده چې دواړو لوریو ته ګټه ورسوي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ټرمپ: د هند او پاکستان ترمنځ ايټمي جګړه مې د تجارت په ګواښ ودروله
د پاکستان د سرلښکر سره تر لیدو وړاندې ټرمپ د خبریالانو د دې پوښتنې په ځواب کې چې له دې ملاقاته څه ګټې لاس ته راوړلی شي؟ وویل: "ما یوه جګړه ودروله، زه له پاکستان سره مینه لرم، زما په خیال مودي هم یو فوق العاده سړی دی، ما ورسره تېره شپه پر ټیلیفون خبرې وکړې، موږ د مودي په مشرۍ کې له هند سره هم یو تجارتي تړون کوو."
د سپینې ماڼۍ ویاندې اینا کیلي د جون پر ۱۸مه خبریالانو ته وویل، د امریکا د ولسمشر او د پاکستان د سرلښکر ترمینځ دا لیدنه وروسته له هغې وشوه چې عاصم منیر له ټرمپ څخه وغوښتل چې ځان دې د سولې نړیوالې جایزې ته کاندید کړي ځکه چې د هند او پاکستان ترمینځ یې د ایټمي جګړې مخه ونیوله.
دا تر هغې وروسته ده چې هند د مې پر اوومه د پاکستان تر واک لاندې په کشمیر کې د بریدونه وکړل او په ځواب یې پاکستان د مې پر ۱۰مه پر هند د بنیان المرصوص په نامه عملیات وکړل.
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د مې پر ۱۰مه اعلان کړی وو چې هند او پاکستان "د بشپړ او سمدستي اوربند" هوکړه ورسره کړې ده. تر هغې وروسته د مې پر ۱۱مه یې دا هم ویلي وو چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير د مسلې د حل لپاره کار کولو ته تیار دی