بلوچستان حکومت د نوي مالي کال بودیجه اسمبلۍ ته وړاندې کړه

د ارشیف انځور

د بلوچستان حکومت د نوي مالي کال لپاره بودیجه اسمبلۍ ته وړاندې کړه چې حجم یې ۱۰۲۰ اربه روپۍ جوړېږي.

د جون پر ۱۷مه د بلوچستان صوبې د سپیکر کېپټن عبدالخالق په مشرۍ کې د صوبايي اسمبلۍ غونډه په همدې اړه غوښتل شوې وه چې ورکې د خزانې صوبايي وزیر شعیب نوشیرواني د نوي مالي (۲۰۲۵ ـ۲۰۲۶) کال بودیجه وړاندې کړه. نوموړي د بودیجې د وړاندې کولو پر مهال وویل چې د ۱۰۲۰ اربه روپو په دې بودیجه کې ۶۴۰ اربه روپۍ د غیرترقیاتي کارونو او ۲۴۹ اربه روپۍ د پرمختیايي کارونو لپاره ځانګړې کړل شوې دی.

نوموړي وویل چې د نوي کال په بودیجه کې د روغتیا او تعلیم څانګو ته زیاته پاملرنه شوې ده. هغه وايي د پرایمري (ابتدايي) تعلیم لپاره ۲۸ اربه او د صحت له پاره بیا ۷۱ اربه روپۍ بیلې شوې دي. پر دې سربېره د صحت کارډ لپاره ۴ نیم اربه روپۍ هم ټاکلې شوې دي.

دا هم وګورئ:

د خیبر پښتونخوا حکومت وايي د تعلیم بودیجه یې ۴۰ اربه زیاته کړې دهسرکاري مامورینو په اسلام اباد کې مظاهره وکړهد نوي مالي کال بودیجه په قامي اسمبلۍ کې وړاندې شوهد سوات یوشمېر خلک وايي په صوبايي بجټ کې له پامه غورځول شوي ديد پاکستان په کلني بجټ کې به د ولس لپاره څه وي؟

د بلوچستان د روغتیا وزیر بخت کاکړ د جون پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت هڅه کوي چې د ټولو ضلعو په مرکزونو کې د روغتیا ټولې اسانتیاوې برابرې کړي څو په دې توګه خلک دې ته نه اړ کېږي چې د درملنې لپاره د سر ښار کوټې روغتونونو ته ورشی.

د بلوچستان د نوي مالي کال په بودیجه کې د ټولو سرکاري مامورینو په معاشونو کې ۱۰ سلنه او په تقاعد کې اووه سلنه زیاتوالی راوستل شوی دی.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د اپوزیشن ګوندونه وايي، د نوي مالي کال په بودیجه نیوکې لري او په اسمبلۍ کې به پرې بحث کوي.

دلته دا خبره هم د یادولو وړ ده چې په تاریخ کې په لومړي ځل د بلوچستان حکومت کلیزه بودیجه ۱۰۲۰ اربه روپۍ ټاکل شوې ده. تېر کال د هغې صوبې بودیجه ۹۵۶ اربه روپۍ وه.