د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر وايي حکومت په نوي مالي کال کې د تعلیم بودیجه ۳۶۳ اربه روپو ته پورته کړې ده.
صوبايي حکومت تېرکال د تعلیم لپاره ۳۲۳ اربه روپۍ بیلې کړې وې.
د تعلیم صوبايي وزیر فیصل خان ترکی وايي په صوبه کې نږدې پینځه ميلیونه داسې ماشومان لا هم د بېلا بېلو وجوهاتو له کبله له سکولونو بهر دي چې عمرونه یې سکول ته د تلو دي.
نوموړی وايي، په بودیجه کې تعلیم ته زیاتې پیسې ځانګړې کول به ورسره مرسته وکړي چې دا ماشومان تعلیمي ادارو ته راولي.
نوموړی وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت تېرکال هم ۱۳ لکه له ښوونځیو لرې ماشومان سکولونو ته راوستي وو.
فیصل خان ترکۍ زیاته کړه چې صوبايي حکومت د کرایې په ودانیو کې د ماشومانو سکولونه پرانیزي او ۱۷ زره نوي ښوونکي په کار ګوماري خو ضرورت ورته د نږدې دوه لکو استادانو دی.