خوست ـ د اپریل پر ۱۴مه، په مندوزیو سیمه کې د اولس په خپل مالي ملاتړ او بسپنو د یو لوی فرهنګي مرکز د جوړېدو لپاره د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
دې موخې ته د رسیدو لپاره لپاره څه دپاسه پنځه جریبه ځمکه وقف شوې او یوه اندازه نقدې پیسې هم راټولې شوې او ځینو ژمنه کړې ده چې زرګونه عنوانه کتابونه به ورسپاري.
د غونډې ګډونوال
خوست سره له دې چې یوه فرهنګي سیمه ده او خلک يې له پخوا نه د علم، ادب، هنر، موسیقۍ او فرهنګ مینه وال دي، خو تر اوسه پکې یو داسي فرهنګي بنسټ چې د ولایت په کچه د فرهنګیانو د راټولو مشخص ادرس وي او یوازې د فرهنګي چارو لپاره ځانګړی وي، نه وو موجود.
د مندوزیو د سیمې یو تن فرهنګپال ځوان ولي مت خان خادم په دې اړه چې د دوی له ملګرو سره د ولایت په کچه د یو داسې اساسي مرکز د جوړولو فکر څنګه پیدا شو ؟ مشال راډيو ته وویل:
"په مندوزیو کې به څړبن ادبي ټولنې ناستې کولې، مشاعرې به يې کولې، غزلیز ماښامونه به يې تیارول، دې ناستو ته به د خوست له مرکز او نورو سیمو شاعران او فرهنګیان راتلل. په دې ناستو کې به د نورو دوستانو تر څنګ زموږ یو فرهنګي مشر انګار صیب په خپلو خبرو کې ډېر کله د یو دایمي او اساسي فرهنګي مرکز پر اړتیا تمرکز کاوه، همدا وو، چې ملګرو مو د فرهنګي مرکز لپاره تلاشونه شروع کړل، چې خوشبختانه د دې بنسټ ډبره مو کېښوده."
د فرهنګي مرکز د بنسټ اېښودنې مهال
د کریم شهاب په نوم د یادې سیمې یو بل ځوان وايي، دوی غواړي د دې مرکز د جوړولو له لارې د خپلو پلرونو او نیکونو تېر تاریخ ژوندی وساتي او نوی نسل د خپلو تېرو نسلونو له کړو وړو سره بلد کړي.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمدامین شاه الفت هم په یاده سیمه کې د پیرباغ د فرهنګي مرکز د کار پیل د دې ولایت د فرهنګ په بډاینه کې یو اساسي ګام وباله.
نوموړی وايي:
"مخکې مو جمې، جوماتونه، حجرې، ښوونځي او مدرسې ابادې وې، خو یو اساسي د کلتور او فرهنګ مرکز مو نه درلود."
د ټولنپېژندنې د علومو استاد سپين روان نورزی وايي:
"زموږ په ټولنه کې لرغونی فرهنګ موجود دی، خو د هغې نمایان کیدو نیمګړتیا شته او اړتیا وه، چې نورو ته ښکاره شي."
د غونډې ګډونوال
نورزی وړاندې وايي، دا مرکز به دوی ته ددې سیمې د فرهنګ د ښودلو موقع برابره کړي او نور خلک به د دې سیمې له فرهنګ سره په علمي او دودیز ډول بلد شي.
د سیمې روڼ اندي او فرهنګیان وايي، چې د پیرباغ علمي او فرهنګي مرکز به په ډېرو کلتوري برخو کې اساسي فعالیتونه ولري.
خوست د هغو سیمو څخه ده، چې د کلتور په برخه کې ډېر غني فولکلور لري، خو د اړوندو ادارو د ناپامۍ له وجې د هیریدو په حال کې دی.
الحاج عبدالکریم پتنګ چې پدې برخه کې يې هڅې او تالیفات کړي وايي، چې دوی به پدې مرکز کې د فولکور یوه برخه پرانیزي، خو د فولکلور د غوړیدا او ساتنې اساسي لاره داده چې د پوهتون استادان پدې برخه کې محصلانو ته د مونوګرافونو لیکل وسپاري.
خوست یوه فرهنګپاله سیمه ده، چې په علمي ډګر کې يې د اکاډمیسین محمدصدیق روهي، پوهاند دوکتور ګل محمد نورزي، پوهاند دوکتور محمود سوما، ډاکټر سیدعلي شاه فولاد، استاد شازار لیوال، میرزاعلم حمیدي، میرحبیب شاه سهیلي، ډاکټر عبدالکریم زرغون، میراحمد ګربز او د نورو نومونه د یادونې وړ دي.
د دې تر څنګ خوست په اوس وخت کې هم یو شمېر علمي او فرهنګي شخصیتونه لري، چې ژوندي دي او عملاً په علمي، ټولنیزو او فرهنګي چارو بوخت دي، خو د یو دایمي فرهنګي مرکز د نه شتون له کبله يې نوی نسل حتی نومونه سره هم نه دی بلد.
کتونکي وايي، پیرباغ علمي او فرهنګي مرکز باید د نورو فعالیتونو تر څنګ نوي نسل ته د یاد ولایت علمي شخصیتونه وروپيژني او د هغوی له تالیفاتو، کتابونو، فعالیتونو او لیکنو سره يې اشنا کړي.