د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ سیالۍ کې هند ته په څلورو وېکټو په ماتې ورکولو د درې سیالیو لوبلړۍ مساوي کړه.
د چتیسګړ ایالت د نوي رایپور په لوبغالي کې د ډېسېمبر درېیمې د سیالۍ پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.
هند په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د پینځو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۸ منډې وکړې. راتوراج ګایکواډ ۱۰۵، وېرات کوهلي ۱۰۲ او کې اېل راهول ۶۶ منډې وکړې. د جنوبي افریقا مارکو ینسن دوه، نیندرې برګر او لونګي اېنګېدي یوه، یوه وېکټه واخیسته.
په ځواب کې مېلمنې لوبډلې ټاکلی هدف په وروستي اوور کې د شپږو لوبغاړو په زیان پوره کړ. ایدن مارکرم ۱۱۰، میتیو بریټڅکې ۶۸ او دیوالد بریوېس ۵۴ منډې وکړې.
د کوربه هند ارشدیپ سېنګ او پرسید کرېشنا دوه، دوه او هرشېت رانا یوه وېکټه واخیسته.
مارکرم د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
تر دې مخکې د نومبر پر ۳۰مه هند په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په ۱۷ منډو ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ وروستۍ ۵۰ اووره سیالي د ډېسېمبر پر شپږمه وشي.