د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان چارواکو ۱۲۲ افغان بندیان خوشې کړي او هېواد ته لېږدولي دي.
په تورخم کې د طالبانو د حکومت د کډوالو د لېږد امر بخت جمال ګوهر په بیان کې ویلي، په هغو کسانو کې "ښځې او ماشومان" هم شامل ول چې پاکستانیو چارواکو د جولای پر ۲۳مه وروسپارل.
دی وايي، ازادو شویو کسان له "دوو ورځو نیولې تر درو کلونو پورې" په پاکستانیو زندانونو کې تېر کړي او ورڅخه یوشمېر وګړو په هغه هېواد کې "د اوسېدو قانوني اسناد" هم لرل.
ګوهر زیاتوي چې خوشې شوي کسان د ننګرهار، لغمان، کابل، پروان، خوست او پکتیا اوسېدونکي ول چې طالب چارواکو خپلو سیمو ته ستانه کړي دي.
د پاکستان حکومت وخت په وخت افغان بندیان خوشې کوي او د تورخم او سپین بولدک له لارو یې هېواد ته ستننوي.
دا په داسې حال کې ده چې له سږني اپرېل راهیسې له پاکستانه د بې اسناده او د افغان تابعیت (سېټېزن) کارډ لرونکو هېواد ته د لېږدولو دویم پړاو دوام لري. د پاکستان حکومت او د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي، په هغه هېواد کې شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان د افغان تابعيت (سېټېزن) کارډونه لري. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) په ۲۰۱۷ز او ۲۰۱۸ز کلونو کې افغانانو ته ورکړي ول.
د طالبانو حکومت د روان کال په مارچ کې ویلي ول چې شاوخوا ۱۰،۵۰۰ افغانان په پاکستان او ایران کې بندیان دي.
د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمان راشد د مارچ پر ۱۵مه په کابل کې له شخصي ټېلېوېژن شمشاد سره په مرکه کې وویل، ۲،۵۰۰ افغانان په پاکستانیو او ۸،۰۰۰ په ایرانیو زندانونو کې دي.
ده هغه مهال زیاته کړې وه چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۶،۰۰۰ نور افغانان، چې د هغو هېوادونو له زندانونو ازاد شول، هېواد ته ستانه شوي ول.