د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د اېف سي پر مرکز برید کې ۳ سرتېري وژل شوي دي


پېښور کې د اېف سي پر مرکز برید کې ۳ سرتېري وژل شوي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

د خیبر پښتونخوا په پېښور کې د اېف سي ځواک پر مرکزي دفتر په وسلوال برید کې درې سرتېري وژل شوي دي. د پېښور د پولیسو مشر ډاکتر میا سعید رسنیو ته وویل چې د نومبر پر ۲۴مه سهار مهال لومړی یو ځانمرګي بریدګر په وره کې چاودنه وکړه او بیا دوو وسلوالو مرکز ته د ننوتو هڅه کوله چې امنیتي ځواکونو ووژل. د لېډي ریډنګ روغتون ویاند محمد عاصم وايي، روغتون ته ۱۱ ژوبل کسان لېږدول شوي چې زیاتره یې ولسي وګړي دي. پر اېف سي هېډکوارټر د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې. له تېرو څلورو کلونو راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. په همدې حال کې پولیس او پوځ هم وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې هم کوي. ویډيويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG