د پنجاب په حراستي مرکزونو کې بندي افغانان څه وايي؟
د پاکستان د پنجاب صوبې په لاهور ښار کې حکومت داسې لنډمهاله حراستي مرکزونه پرانېستي چې پکې افغان کډوال ساتل کېږي. چارواکي وايي په دغو مرکزونو کې هغه افغان کډوال په موقتي ډول ساتل کېږي چې پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد ورسره نه وي. ځینو افغان کډوالو مشال راډيو ته وویل چې په دغو مرکزونو کې مناسب خواړه او نور انتظامات نه ورکول کېږي خو چارواکي وايي دوی پوره انتظامات کړي دي. د مشال راډیو د خبریال وېډیويي راپور وګورئ.