د اورکزیو یو ځوان په خپل خرڅ خلکو ته کتابتون جوړ کړی دی
د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې اورکزی د څپر مشتي سيمې يو ځوان او مدني فعال محمد نواز اورکزي په خپل کلي کې په خپله مرسته وړوکی کتابتون یا لايبرېري جوړه کړې ده. د سیمې ځوانان وايي د انټرنېټ او زده کړو اسانتياو ته په سمه توګه لاس رسی نه لري نو ځکه د لايبرېرۍ جوړيدو ته ډېر خوشاله دي. نواز اورکزی وايي هدف يې د ځوان نسل مثبت لور ته اړول دي. د مشال راډیو خبریال ممتاز اورکزی په دې اړه رپورټ لري.