لاهور د نړۍ تر ټولو زیاته ککړه هوا لرونکی ښار شو
په سوېټزرلینډ (سوېس) کې د هوا د څار یو نړیوال سازمان د نومبر پر دویمه وویل چې لاهور د نړۍ تر ټولو زیاته ککړه یا الوده هوا لرونکی ښار ګرځېدلی دی. دا په داسې حال کې ده چې هغه ښار په مني کې اکثر په ګردجنه لړه (سموګ) کې پټ وي. هغه سازمان وايي، د لاهور د هوا کیفیت خورا خراب دی او د انسانانو صحت زښت ګواښي. نور د رویټرز او اې اېف پي اژانسونو له ویډیوګانو په جوړ رپورټ کې.