د لاسرسي ځای

تازه خبر

راج نات سېنګ: "اسيان" سازمان د سیمه ییزو شریکانو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره دی


د هند دفاع وزیر راج نات سېنګ د اسیان غونډې ته وینا کوي - د اکتوبر ۳۱مې انځور
د هند دفاع وزیر راج نات سېنګ د اسیان غونډې ته وینا کوي - د اکتوبر ۳۱مې انځور

د هند دفاع وزیر وايي د جنوب ختیځ اسیايي هېوادونو اتحادیې یا اسيان جمع درې سازمان د دفاع وزيرانو غونډه د بهرنيو چارو د تګلارې لړ کې ډېر ارزښت لري.

راج نات سېنګ د نومبر پر لومړۍ نېټه په کوالالمپور کې د اسیان غونډې ته د وینا پر مهال وويل، د هند لخوا د قانون پر حاکمیت ټینګار، په ځانګړې توګه د سمندري قانون په اړه د ملګرو ملتونو په کنونشن او د سمندري تګ راتګ او د دې پر سر د الوتنو د ازادۍ لپاره د هغې ملاتړ، د کوم هېواد په وړاندې نه، بلکې د ټولو سیمه ییزو شریکانو د ګډو ګټو د ساتنې لپاره دی.

د اسیان د دفاع وزيرانو غونډه، چې د اکتوبر پر ۳۱ مه پيل شوې، د ۱۴ هېوادونو د دفاع وزیران برخه پکې لري. په دغو ۱۴ هېوادونو کې يې ۱۱ د اسیان سازمان غړي دي خو درې نور هېوادونه امريکا، اسټراليا او نيو زيلینډ هم ګډون پکې کوي.

د اکتوبر پر ۳۱مه د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې د اسیان د دفاع وزیرانو د غونډې په څنډه کې امريکا له هند سره د ۱۰ کلن دفاعي چوکاټ تړون هم لاسلیک کړ. تمه کېږي چې په دې غونډه کې به د سمندري امنیت، بشري مرستو، له ترهګرۍ سره د مبارزې او په ارام سمندرګي کې د دفاعي همکارۍ په اړه بحث وشي.

XS
SM
MD
LG