د تورخم لاره له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو پرمخ خلاصه کړل شوه
شاوخوا ۲۰ ورځې وروسته د تورخم لاره له پاکستانه افغانستان ته د ستنېدونکو افغان کډوالو لپاره خلاصه کړل شوې ده. په خيبر کې د پاکستان د ګمرک يوه چارواکي صدیق اکبر مشال راډيو ته وويل چې د تورخم دروازه سر له ننه (د نومبر لومړۍ نېټه) د هغو کډوالو لپاره په مستقل ډول پرانيستل شوه چې د پاکستان حکومت يې افغانستان ته ستنوي. نوموړي زياته کړه، داسې امکان شته چې په راتلونکو دوو ورځو کې پر دغه لاره تجارت هم پيل شي. ويډيو رپورټ