د پاکستان او افغانستان تر مینځ تړلې لارې څومره اقتصادي تاوان رسوي؟
د پاکستان او افغانستان تر مینځ د کړکېچنو حالاتو په نتیجه کې د دواړو هېوادونو ترمینځ د تګ راتګ لارې د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې تړلې پرتې دي. پر دې لارو نه يوازې د دواړو خواوو ولسونو تګ راتګ کاوه بلکې دا د دوه اړخيزې سوداګرۍ او روزګار یوه لويه ذریعه هم ده. د کرښې دواړو خواوو ته پراته اوسېدونکي اندېښنه لري چې وار له مخه دوه اړخیز تجارت ته ډېر تاوان رسېدلی دی او که دغه لارې هم داسې بندې پاتې وي نو کاروباریانو ته به ډېر مالي زيانونه ورسېږي. د فرانس پرېس اژانس له ويډيو جوړ راپور