ټرمپ په ماليزيا، جاپان او جنوبي کوریا کې پر يو شمېر لوظنامو لاسلیکونه کړي
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ملایشیا، جاپان او جنوبي کوریا ته د سفرونو پر مهال د هغه هېوادونو له چارواکو سره لیدلي او په یو شمېر معاهدو یې لاسلیکونه کړي دي. نوموړی به د اکتوبر پر ۳۰مه د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره هم ویني. دا به د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ دندې سنبالولو وروسته له خپل چینايي سیال سره لومړنۍ ملاقات وي. د رویټرز او اژانس فرانس پرېس له ویډیوګانو دا راپور جوړ کړی دی.