اسټراليا کې ولې مېليونونه چنګاښان هر کال د سمندر پر لور ځي؟
په اسټرالیا کې ګڼ چنګاښان له یوې ټاپوزمې څخه د سمندر پر لور روان شوي دي. چنګاښان په اوبو او وچه دواړو کې ژوند کولای شي، خو په اسټرلیا کې په دې ورځو کې د هګيو لپاره سمندر ته ورځي. بلخوا د هغه هېواد حکومت د چنګاښانو د خوندي ورتګ لپاره د نورو اقداماتو ترڅنګ ځانګړي پلونه هم جوړ کړي دي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.