د اوکراین پوځي چارواکو نن (د اکتوبر پر ۲۵مه) ویلي چې د روسیې د باليسټیک توغندیو د بریدونو د یوې لړۍ له امله د اوکراین په پلازمېنه کییف کې تېره شپه دوه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل شوي دي.
چارواکو ویلي دي چې له دې بریدونو سره زورورې چاودنې هم شوي او اورونه هم بل شوي دي.
د بریدونو له امله په دنیپروفسکي ضلع کې یو وړکتون زیانمن شوی او په دسنییانسکي او دارنیتسکي ضلعو کې په غیر استوګنیزو سیمو کې لوی اورونه بل شوي دي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي، روسیې تېره شپه پر ټول هېواد یو پراخ او ګډ برید کړی چې پکې یې له روستوف او کورسک سیمو څخه نهه ایسکندر اېم باليسټیک توغندي او له بېلابېلو لوریو څخه ۶۲ ډرونونه توغولي دي.
پوځ ویلي، هوايي دفاعي ځواکونو یې څلور توغندي او ۵۰ ډرونونه راغورځولي خو په ۱۱ ځایونو کې يې د بریدونو د اغېزو پخلی کړی دی.
بلخوا روسي رسنیو ادعا کړې چې د اوکراین ځواکونو د بېلګورود د اوبو زېرمې پر بند راکټونه توغولي دي.
چارواکي وايي چې په برید کې بند نه دی ویجاړ شوی او نیږدې ابادیو ته د سېلابونو خطر هم نه شته.
روسیې د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراين یرغل وکړل. تر هغه وروسته د دواړو هېوادونو سرتېرو سختې جګړې کړي او د يو بل زرګونه سرتېري یې وژلي دي.
روسیې د اوکراين ګڼې برخې نيولي دي. بلخوا د هغې جګړې ختمولو لپاره لا د سولې خبرو څه نتيجه نه ده ورکړې.