د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوړو نړیواله اداره وايي په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي مخ په زياتېدو ده


د افغانستان په بغلان کې رضاکاران اړمنو کسانو ته خواړه ورکوي ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان په بغلان کې رضاکاران اړمنو کسانو ته خواړه ورکوي ـ انځور له ارشيفه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالې ادارې (ډبليو اېف پي) خبرداری ورکړی دی چې په افغانستان کې لوږه او خوارځواکي مخ په زياتېدو ده.

دغې ادارې د اکتوبر پر ۲۰مه پر خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې لیکلي دي چې "کافي او مغذي خواړه د هر ماشوم حق دی."

ډبليو اېف زياتوي چې دوی اوس د تمویل د کمښت له امله یوازې د اړمنو کسانو یوې برخې ته رسېدلای شي او د ژمي تر راتګ وړاندې بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.

په افغانستان کې ګڼې اړمنې کورنۍ هم په ورته حال کې وايي چې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د کابل یوه اوسېدونکي، چې نه یې غوښتل نوم يې خپور شي مشال راډيو ته وویل: " کار نه شته، ژوند ډېر سخت شوی دی، هره خوا چې ګورې نو خلک له ستونزو سره مخامخ دي. ډېره سخته ده چې یو انسان عاید ونه لري او لویه کورنۍ در په غاړه وي."

بلخوا د بلخ ولایت یوه اوسېدونکی محمد یوسف وايي چې اوس مهال یې دوه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي: "موږ دلته روغتیايي مرکز ته ځو خو ماشوم ته کله یو څه ورکړي او کله یې نه ورکوي. دا يوه لويه ستونزه ده. زما میاشتنۍ تنخا هم کمه ده او د ماشومانو اړتياوې نه شم پوره کولای."

ډبليو اېف پي تېره اونۍ هم خبرداری ورکړی وو چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې شپږ هېوادونه د روان (۲۰۲۵ز) کال تر پایه د بودیجې د کموالي له امله له سختې لوږې سره مخامخ دي.

دغې ادارې د اکتوبر پر ۱۵ مه په خپور شوي هغه راپور کې ويلي وو چې په افغانستان کې ۹،۵۰۰،۰۰۰ وګړي د خوړو له کموالي سره مخامخ دي. د ادارې په خبره، دغې لوړې شمېرې ډبليو اېف پي اندیښمنه کړې ده ځکه چې دوی په را روان ژمي کې یوازې اته سلنه بشري هدف پوره کولای شي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په غیر حکومتي ادارو کې د ښځو پر کار تر بندیز وروسته يوشمېر هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له افغانستان سره خپلې مرستې کمې یا په بشپړ ډول بندې کړې دي.

د راپورونو له مخې، دا اقدام په افغانستان کې د مېلیونونه کسانو د خوړو، روغتیا او زدکړو د خدماتو د کمښت لامل شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) د شمېرو له مخې روان (۲۰۲۵ز) کال په هغه هېواد کې څه کم ۲۴ مېليونه کسان بيړنيو بشري مرستو ته اړتیا لري.

تر دې وړاندې اوچا ویلي وو چې په ۲۰۲۴ز کې له اندازه شويو شاوخوا ۲۳ مېلیونو اړمنو افغانانو څخه یوازې له ۱۵ مېليونو سره يې مرستې شوې دي.

XS
SM
MD
LG