د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان له زېمبابوې سره د يوې ټېسټ او دريو ۲۰ اووريزه سياليو لوبلړۍ پیلوي


افغان لوبغاړي د زېمبابوې خلاف په ټېسټ لوبه کې توپوهنه کوي ـ پخوانی انځور
افغان لوبغاړي د زېمبابوې خلاف په ټېسټ لوبه کې توپوهنه کوي ـ پخوانی انځور

د افغانستان او زېمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د اکتوبر له ۲۰مې د يوې ټېسټ يا پینځه ورځنۍ او دريو ۲۰ اووريزه سياليو لوبلړۍ پیلوي.

د زېمبابوې په کوربه توب د هغه هېواد په هرارې لوبغالې کې يواځېنۍ ټېسټ لوبه د اکتوبر پر ۲۰مه د پېښور پر وخت د غرمې پر يوه او د کابل پر يوه نيمه بجه پيلېږي.

تر هغه وروسته به د دواړو هېوادونو ترمينځ د اکتوبر پر ۲۹مه، ۳۱مه او د نومبر پر دويمه ۲۰ اووريزه سيالۍ کېږي.

تر دې واندې افغانستان بنګلادېش ته په درو يو ورځنيو يا ۵۰ اووريزو لوبو کې ماتې ورکړې او لوبلړۍ يې ورڅخه ګټلې ده.

تر ۵۰ اووريزو سياليو وړاندې، افغانستان او بنګلادېش درې ۲۰ اووريزه سیالۍ هم وکړې چې ټولې بنګلادېش وګټلې.

XS
SM
MD
LG