اسراييلو او حماس د يو بل يوشمېر بنديان خوشې کړي
د اسراییلو او حماس ترمينځ د اوربند د موافقې لومړی پړاو عملي شوی دی. حماس د اکتوبر پر ۱۳مه اووه اسراییلي یرغمليان د صلیب نړیوالې کمېټې ته وسپارل. پر دې مهال اسراییلو هم شاوخوا ۲,۰۰۰ فلسطیني بندیان خوشې کړل. دا موافقه تر دوه کلنې جګړې وروسته د سولې پر لور مهم ګام ګڼل کېږي، چې د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ د سولې د پلان پر بنسټ شوې ده. ولسمشر ټرمپ دا مهال په تل ابیب کې دی او ټاکل شوې چې په مصر کې د غزې د سولې په اړه د ۲۰ هېوادونو په سرمشریزه کې ګډون وکړي. د رويټرز اژانس له بېلا بېلو ويډيوګانو جوړ راپور.