د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او بنګلادېش په دویمه ۵۰ اووریزه لوبه کې يو بل ته مخامخېږي


د افغانستان عظمت الله عمرزی او محمد نبي د بنګلادېش پر وړاندې منډې کوي ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان عظمت الله عمرزی او محمد نبي د بنګلادېش پر وړاندې منډې کوي ـ انځور له ارشيفه

د افغانستان او بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د ۵۰ اووريزې لوبلړۍ دويمه سيالي کوي.

د متحده عربي اماراتو د ابوظهبۍ په لوبغالي کې دغه لوبه د اکتوبر پر ۱۱مه (نن) د پېښور پر وخت د مازيګر پر پینځه او د کابل پر څلور نيمو بجو پيلېږي.

تر دې وړاندې، د اکتوبر پر اتمه په لومړۍ يو ورځنۍ يا ۵۰ اووره لوبه کې افغانستان بنګلادېش ته په پینځو وېکټو ماتې ورکړې وه.

د دواړو هېوادونو ترمينځ به درېيمه او وروستۍ لوبه د اکتوبر پر ۱۴مه کېږي.

تر ۵۰ اووريزو سياليو وړاندې، افغانستان او بنګلادېش درې ۲۰ اووريزه سیالۍ هم وکړې چې ټولې بنګلادېش وګټلې.

XS
SM
MD
LG