ملګري ملتونه وايي چې د افغانستان په ختیځ کې د فایبر انټرنېټ بندېدو زلزلې له قربانیانو سره د مرستو هڅې ګډوډې کړې دي.
د دغه سازمان په بیان کې راغلي چې د انټرنېټ بندېدو د مرستندویه موسسو تر منځ اړیکې پرې کړي چې ورسره د مرستو رسولو بهیر اغېزمن شوی دی.
طالبانو د افغانستان په ګڼو لویو ښارونو کې د نوري فایبر انټرنېټ بند کړی دی.
په کونړ او ځینو نورو ختیزو سیمو کې د اګست په وروستیو کې زورورو زلزلو زرګونو کسانو ته مرګژوبله ورسوله او لا هم د دې پېښې ۹۴ فیصده اغېزمنې کورنۍ بهر یا لنډمهاله هستوګنځایونو کې اوسیږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د زلزلې قربانیانو د اړتیاوو د بشپړولو لپاره ۱۱۵ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.