په جرمني کې د بیرو له بیروباره ډکه مېله وشوه
د جرمني په میونېښ (مونشن) ښار کې د بیرو کلتوري مېله کې نڅاګانې، موسیقي، پرېډونه او نور ډېر څه ترسترګو کېدل. خلکو دودیزې جامې اغوستې وې، دودیز خواړه یې خوړل، بیر یې څښل او خوشالي یې لمانځله. دا مېله له سلګونو کلونو راهیسې لمانځل کېږي او هرکال له نورو ښارونو او هېوادونو نه هم ورته خلک د سېل لپاره ورځي. نور حال د رویټرز او اسوشیېټېډ پرېس له وېډیو ګانو جوړ په دې راپور کې وګورئ.