په کولمبیا کې د سرو زرو له نړیدلي کان نه ۲۳ کان کېندونکي ژوندي و ایستل شول
د کولمبیا په انتیوکیا سیمه کې ۲۳ کسان د سرو زرو په یوه کان کې بندي پاتې شوي ول. ژغورونکو د سېپټېمبر پر ۲۴مه دغه کان کېندونکي له ۴۸ ساعتونو تېرېدو وروسته ژوندي و ایستل. د دغو کسانو په ژغورنه کې د کولمبیا ترڅنګ د کاناډا ژغورونکو ډلو هم مرسته کړې ده. د رویټرز او اسوشیېټېډ پرېس له اژانسونو جوړ راپور وګورئ.