د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت خوندوره غونډه وشوه


په کوټه کې د پښتنو د کلتوري ورځې په مناسبت خوندوره غونډه وشوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:12 0:00

په دې کلتوري غونډه کې موسیقي، اتڼ، مشاعره، دودیز خواړه او نور ډېر څه رنګینۍ تر سترګو کېدې. د سېپټېمبر پر ۲۳مه د کوټې د ښاروالۍ په تالار کې د دې ورځې د لمانځلو تابیا پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند کړې وه. د یاد ګوند مشر خوشال خان کاکړ مشال راډیو ته وویل، د کلتوري ورځو لمانځل یوه مثبته سرګرمي ده او قام ته یې ګټه رسېږي. پر دې سربېره په کوټه کې د پښتو اکاډمۍ، د بلوچستان د کلتور څانګې او نورو ادارو او ټولنو لخوا هم د پښتنو د کلتور ورځ ولمانځل شوه. د یادونې وړ ده چې د کوټې د پښتو اکاډمۍ په اول وار د ۲۰۱۵ز کال د سېپټېمبر ۲۳مه د پښتنو د کلتور ورځ لمانځلې وه او له هغې راهیسې هرکال په همدې نېټه دا ورځ د بلوچستان ترڅنګ د پاکستان او افغانستان په نورو ښارونو کې هم لمانځل کېږي. د مشال راډیو د خبریال راپور وګورئ.

XS
SM
MD
LG