په کابل کې د ښکلا د جراحیو مرکزونه مخ په زیاتېدو دي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې طالبانو پر مېرمنو د زده کړو او کار بندیزونه لګولي، هلته په کابل کې ۲۰ د ښکلا د جراحۍ مرکزونه فعاله دي. د دغو مرکزونو مسوولین وايي، هغوی د مېرمنو د شونډو، پوزې، مخ، سترغلو او ویښتانو د لا نور ښایسته کولو عملیات کوي. ځینې مېرمنې وايي، د دغو مرکزونو له فعالیته خوشاله دي. د فرانسې خبري اژانس له وېډیو جوړ راپور وګورئ.