چارواکي وايي د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د قطر له وزیراعظم شېخ محمد عبدالرحمان الثاني سره په سپینه ماڼۍ کې ګوري.
دا ملاقات د سېپټېمبر په ۱۲مه پلان شوی دی.
د قطر وزیراعظم شېخ محمد عبدالرحمان الثاني په داسې مهال د امریکا په سفر دی چې د امریکا اتحادي هیواد اسراییلو په دوحه کې د حماس پر سیاسي مشرانو برید وکړ.
اسوشیېټېډ پرېس او ځېنو نورو رسنیو لیکلي چې د قطر د وزیراعظم او د امریکا د مشرتابه ترمینځ په لیدنه کې اټکل کېږي چې د اسراییلو لخوا په دوحې د برید او په غزه کې د ډزبندۍ په اړه خبرې وشي.
اسراییلو د سېپټېمبر پر نهمه په قطر کې د حماس پر سیاسي مشرانو حمله وکړه. دې حملې په غزه کې د ډزبندۍ او د اسراییلو او حماس ترمینځ د دوه کلنې جګړې ختمولو لپاره د امریکا په ملاتړ روانې هڅې له ګواښونو سره مخامخ کړي دي.
منځني ختیز د اسراییلو لخوا د دې برید غندنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا ډول کړنې د منځني ختیز حالات لا نورې ترینګلې کولای شي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا قطر یو مضبوط خلیجي اتحادي ګڼي. ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي چې هغه د اسراییلو په برید خپه دی. نوموړي دا یو اړخیز عمل بللی دی چې د هغه په وینا امریکا او اسراییلو ته یې ګټه نه رسېږي.
بلخوا د فرانسې خبري اژانس لیکلي چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د سېپټېمبر پر ۱۲مه د قطر له وزیراعظم سره په سپينه ماڼۍ کې ملاقات کوي.